د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې روژې میاشت کې هم د برېښنا د پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري.
په هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کې د برېښنا پرچاوي څو کلنه ستونزه ده چې تل هېوادوال د ژمي او دوبي په موسمونو کې ورسره مخ وي.
یو شمېر کابل میشتي وايي، چې د روژې په میاشت کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او دې مسلې یې ستونزې څو برابره کړې دي.
د کابل اوسېدونکی، عبدالله قادر په دې برخه کې وايي:"له څلور بجو سهار چې برېښنا پرې کېږي تر پنځو ماښام، هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري."
د کابل یو بل اوسېدونکی، سیف الله هم وايي: "هیڅ برېښنا نه لرو، نه د روژه ماتې پر مهال او نه د سحري. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د برېښنا پرچاوي ختمه کړي."
په ورته مهال برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي د برېښنا د کمښت ستونزه د کورنیو تولیداتو او وارداتي برېښنا په کارولو سره هواره کړي.
د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي بیا وايي: ژمی دی او هوا سړه ده، له همدې امله د برېښنا تقاضا د عرضه کولو زیاته ده. همداراز، وروستیو بارانونو په ځینو سیمو کې تخنیکي ستونزې رامنځته کړي، چې زموږ ټیمونه یې د حل لپاره هڅه کوي.
بل لور ته د برېښنا شرکت پخوانی رییس هیله څرګندوي که د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی د کابل له ارغندي برېښنا سبسټیشن سره ونښلول شي په پلازمېنه کې به د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې هوارې شي.
د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امان الله غالب په دې اړه وايي: "د دې ستونزې یوازینی بشپړ حل، د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزی دی."
د مسوولینو په وينا، دا مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د برېښنا په برخه كې پر بېلابېلو پروژو كار روان دى.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ یوازې شل سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو پوره کوي او پاتې برخه یې له تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه پیري.
په دې اړه مو اندونه