Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترهګرۍ نړۍوال شاخص؛ افغانستان کې د ترهګرۍ کچه ټیټه شوې

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ "۲۰۲۵ کې د نړۍوالې ترهګرۍ د شاخص" په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ راهیسې د ترهګرۍ کچه ټیټه شوې ده. 

د دغه راپور لمخې، افغانستان د دویم پرلپسې کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په منځ کې نه دی راغلی چې له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي دي. 

افغانستان د دغو هېوادونو د نوملړ په نهم ځای کې راغلی دی. 

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ویلي: « افغانستان د پرلپسې دویم کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی شامل چې ترهګرۍ ډېر ځپلي او د دې شاخص تر ټولو ښه درجه یې ترلاسه کړې ده.»
 
راپور کې دغه راز راغلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په رانږدې کېدو سره نسبي کورنی ثبات ساتلی دی.

ورته مهال اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د هغو پېښو مخه نیول شوې چې د نا امنۍ لامل کیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «زموږ استخباراتي ځواکونه په بشپړ ډول پیاوړي او هوښیار دي او امنیتي ګواښونه له پېښېدو مخکې خنثی کوي. دا هم حقیقت دی چې د غیر مسؤول او ورانکارو ډلو د فعالیتونو مخه تر ډېره نیول شوې ده.»

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالصادق حمیدزوی و ویل: «له ترهګرۍ سره مبارزه یو نړیوال مسوولیت دی خو افغانستان له تېرو درې نیو کلونو راهیسې دغه مسوولیت په یوازې ځان ترسره کوي. سره له دې هم تر دې دمه هیڅ شواهد نه‌ دي وړاندې شوي چې په افغانستان کې دې کومه ترهګره ډله یا مرکز موجود وي، چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ پېښ کړي.»

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په راپور کې راغلي چې تېر کال کې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د کړکېچ او په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو د پاکستان هوايي بریدونو له امله د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه