Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیې افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی

کابل کې د ترکیې سفارت وایي، افغانستان سره به بشري مرستو او د کوکنارو بدیلو کښتونو ترویج په موخه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال، بلال امره بیرال لوګر کې د دغه هېواد د فرهنګی دفتر (ټیکا) او اسلامي همکاریو سازمان له لوري د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش په مناسبت غونډې ته ویلي: « ترکیه د بشري او پراختیایي مرستو په برخه کې له افغانستان سره تر خپله وسه مرستو ترسره کولو ته دوام ورکوي.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال دغه غونډه کې د هېواد کرنې سکټور د میکانیزه کولو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په دې موخه یې د ۷۰۰ چکډیمونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، صدراعظم عثماني و ویل: « ٧٠٠ چکډیمونه زموږ تر کار لاندې دي، موږ غواړو په ټول افغانستان کې چېرته چې د اوبو ستونزې وي، ځکه چې د اوبو کچه هم لاندې روانه ده، مقصد موږ به اوبه مدیریت کړو. له دې علاوه موږ بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي او د اوبو د قطره یي سیسټمونو په اړه مو له خصوصي شرکتونو سره هم خبرې کړې دي.»

کابل کې د ټیکا دفتر رییس، فضل اکین اردوغان و ویل: « اسلامي امارت د کوکنارو او نورو نشه یي توکو پر وړاندې ښه مبارزه کړې، له کرنې وزارت سره په همغږۍ موږ کندهار کې پر ٥٠٠ جریبه ځمکه د تخمونو یوه پروژه پیل کړې چې د کښت وخت یې نږدې شوی او ژر به یې چارې پیل شي.»

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال دغه راز زیاتوي چې د کوکنارو د بدیل کښت پنځه کلنه طرحه یې مرستندویه بنسټونو او هېوادونو ته سپارل شوې، چې لمخې به یې له کروندګرو سره د کوکنارو بدیلو کښتونو په برخه کې د پام وړ مرستې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه