د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ښځې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ښې راتلونکې لپاره د افغان نجونو پیاوړتیا ته ژمن دی.
یونېسف ویلي چې، د ۱۸ زره ټولګیو له لارې یې د څه باندې ۳۶۰ زره نجونو له زدهکړو ملاتړ کړی دی.
افغانستان کې د یونېسف د اړیکو برخې سرپرسته کېټ پانډ وايي:«یونېسف د ښې راتلونکې لپاره د افغان نجونو په ګډون د ټولې نړۍ د نجونو پیاوړتیا ته ژمن دی. یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۸ زره ټولګیو له لارې د ۳۶۱ زره نجونو له زدهکړو ملاتړ کړی دی.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره هم وايي، ښځې له افغانستانه نیولې بیا تر میانمار، سوډان، فلسطین او غزې پورې له کړاوه ډک ژوند لري. د نوموړې په وینا، د دغې ننګونې د حل لپاره ښځې باید په لویو او مهمو مسایلو کې مشارکت ولري.
له دې سره سم، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، اروپايي ټولنې او د "زدهکړې په تمه نشي پاتې کېدی" تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د نوښت اجراییه مدیرې هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې رییسه سیما باهوس په دې هکله وايي:«د واقعي حل لارو لپاره باید ښځې په پرېکړو کې شاملې وي. له افغانستانه تر کنګو، له فلسطین او غزې تر هایتي او میانمار، سوډان او تر هغې ور ها خوا، ښځې د جګړو، بېځایه کېدو او نورو سختیو کړاونه ګالي.»
د ملګرو ملتونو د نوښت اجراییه مدیرې یاسمین شریف هم وویل:«د ښځو په نړۍواله ورځ، موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره یو کېږو او غواړو، چې له متوسطه زدهکړو د نجونو محرومیت ته د پای ټکی کېښودل شي. اوس د دې وخت رارسېدلی، چې افغانستان د خپلو ګرانبیه طبیعي سرچینو پر بنسټ بیاورغول شي.»
د مدرسې استاده انشراح هم په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«تعلیم او تربیه د هر انسان طبیعي او حتمي حق دی، که هغه ښځه وي یا سړی، او په هره ټولنه کې، باید دا حق تضمین شي. دوی باید تحصیل، تعلیم او کار ولري. په افغانستان کې، چې خلک د فقر او تنګسیا سره لاس او ګرېوان دي، دا یوه اړینه او ضروري چاره ده.»
تر دې مخکې اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب له ټينګار سربېره ویلي، چې په اسلامي او لوېدیځو هېوادونو کې د ښځو حقونه سره تفاوت لري او په وینا یې نه ښايي، چې دغې مسئلې ته په نه سترګه وکتل شي.
په دې اړه مو اندونه