Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عرفات جمال: افغانستان مه‌هېروئ، وضعیت به لا خراب شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال له نړۍ غوښتي، چې افغانستان هېر نه‌کړي.

ښاغلي جمال طلوع‌نیوز ته ویلي، په سیمه کې د افغانستان مهم سټراټېژيک موقعیت په کتو، د دغه هېواد یوازې پرېښودل به د هغه د وګړو د کډوالېدو او په سیمه کې د بې‌ثباتۍ ننګونې له ځان سره ولري.
   
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ استازی په دې هکله وايي:«د دغه هېواد له خلکو سره پاتې شئ. مهمه نه‌ده، چې تاسو د سیاسي پالیسو یا سیاسي دریځونو په تړاو څه فکر کوئ؛ خو خلک اړتیا لري چې تاسو دلته پاتې شئ. که اوس افغانستان یوازې پرېږدئ، ښایي وضعیت لا خراب شي. خلک به د هېواد پرېښودو ته اړ شي او موږ به د اسیا په دې مهمه سیمه کې بې‌‌ثباتي ولرو. نو موږ په افغانستان کې یوازې مه پرېږدئ.»

د عرفات جمال دا خبرې داسې مهال کېږي، چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد په توګه د افغانستان په ګډون له ځينو هېوادونو سره خپلې مرستې وځنډولې؛ خو ښاغلی جمال ټینګار کوي، چې اوس د افغانسان د ناهیلي کولو لپاره مناسب وخت نه‌دی.

عرفات جمال څرګندوي:«افغانستان مه هېروئ. افغانستان یو مهم سټراټېژیک هېواد دی. دغه هېواد له تاریخي پلوه د سوداګریزو لارو او تمدنونو مرکز پاتې شوی. د افغانستان په تړاو ډېرې هڅې شوې دي. ځینې یې مثبتې وې؛ خو ډېرې یې منفي وې. اوس د دې وخت نه‌دی چې افغانستان ناهیلی کړئ.»

د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان له ۴۰ یا ۴۵ کلونو راهیسې له جګړې سره مخ دی، د دغه هېواد وګړي پخوا هم کډوال شوي او لا هم کډوالۍ ته دوام ورکوي. له همدې امله، ملګري ملتونه د یوه نړۍوال سازمان په توګه او اړوندې ادارې یې مسوولیت لري، چې له نړۍ سره په دې برخه کې خپلې همغږۍ زیاتې کړي.»
 
دا په داسې حال کې ده، تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د کډوالو نړیوال سازمان رییس هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو مېلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي او د یوه لوی بشري مخه ونیسي.

د عرفات جمال دا خبرې داسې مهال کېږي، چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد په توګه د افغانستان په ګډون له ځينو هېوادونو سره خپلې مرستې وځنډولې دي.

تصویر بندانگشتی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال له نړۍ غوښتي، چې افغانستان هېر نه‌کړي.

ښاغلي جمال طلوع‌نیوز ته ویلي، په سیمه کې د افغانستان مهم سټراټېژيک موقعیت په کتو، د دغه هېواد یوازې پرېښودل به د هغه د وګړو د کډوالېدو او په سیمه کې د بې‌ثباتۍ ننګونې له ځان سره ولري.
   
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمېشنرۍ استازی په دې هکله وايي:«د دغه هېواد له خلکو سره پاتې شئ. مهمه نه‌ده، چې تاسو د سیاسي پالیسو یا سیاسي دریځونو په تړاو څه فکر کوئ؛ خو خلک اړتیا لري چې تاسو دلته پاتې شئ. که اوس افغانستان یوازې پرېږدئ، ښایي وضعیت لا خراب شي. خلک به د هېواد پرېښودو ته اړ شي او موږ به د اسیا په دې مهمه سیمه کې بې‌‌ثباتي ولرو. نو موږ په افغانستان کې یوازې مه پرېږدئ.»

د عرفات جمال دا خبرې داسې مهال کېږي، چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد په توګه د افغانستان په ګډون له ځينو هېوادونو سره خپلې مرستې وځنډولې؛ خو ښاغلی جمال ټینګار کوي، چې اوس د افغانسان د ناهیلي کولو لپاره مناسب وخت نه‌دی.

عرفات جمال څرګندوي:«افغانستان مه هېروئ. افغانستان یو مهم سټراټېژیک هېواد دی. دغه هېواد له تاریخي پلوه د سوداګریزو لارو او تمدنونو مرکز پاتې شوی. د افغانستان په تړاو ډېرې هڅې شوې دي. ځینې یې مثبتې وې؛ خو ډېرې یې منفي وې. اوس د دې وخت نه‌دی چې افغانستان ناهیلی کړئ.»

د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان له ۴۰ یا ۴۵ کلونو راهیسې له جګړې سره مخ دی، د دغه هېواد وګړي پخوا هم کډوال شوي او لا هم کډوالۍ ته دوام ورکوي. له همدې امله، ملګري ملتونه د یوه نړۍوال سازمان په توګه او اړوندې ادارې یې مسوولیت لري، چې له نړۍ سره په دې برخه کې خپلې همغږۍ زیاتې کړي.»
 
دا په داسې حال کې ده، تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د کډوالو نړیوال سازمان رییس هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، څو مېلیونونو کسانو ته مرستې ورسوي او د یوه لوی بشري مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه