Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې په بې‌رحمۍ د یوه ماشوم وژنه؛ کورنۍ یې د عدالت د تامین غوښتنه کوي

اووه کلن عثمان، چې کابو یوه نیمه میاشت مخکې د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې نادرکه شوی و، مړی یې اوس اوس پيدا شوی دی.

د دغه ماشوم پلار له سرپرست حکومته غواړي چې، دغې پېښې ته رسېدنه وکړي او عدالت تامین کړي.

د وژل شوي ماشوم پلار جاوېد الفت په دې هکله وايي:«د هغه جامې سالم دي او څېرې شوې نه‌دي؛ خو د هغه بدن د خېټې له برخې څېرل شوی دی.»

د وژل شوي ماشوم کورنۍ او خپلوان د هغه د وژل کېدو پر لامل نه پوهېږي او له اړونده مسوولانو غواړي چې، دغې پېښې ته رسېدنه وکړي او عدالت ټینګښت کړي.

د وژل شوي ماشوم له خپلوانو محسن طلوع‌نیوز ته وویل:«د خلکو او د ماشوم د کورنۍ لپاره باید یو قناعت ورکوونکی ځواب ورکړل شيداسې ځواب ورکړل شي، چې د اختطاف یا د ټرافیکي پېښه یا بل څه وي. لږ تر لږه باید د خلکو ذهنونه روښانه شي، چې دا پېښه اختطاف وه او هغه کسان چې، دا جرم یې کړی، باید د خپلو اعمالو جزا وویني.»

د وژل شوي ماشوم یو بل له خپلوانو ثناءالله هم وايي:«دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده، چې دلته په لومړي ځل رامنځته کېږي. دا ماشوم ۴۶ ورځې مخکې تښتول شوی و او په دې موده کې نادرکه و؛ خو د هغې پاک جسد تېره شپه موندل شوی دی.»

خو د بدخشان د امنیه قومندانۍ مسوولان وايي، چې د دغې پېښې په تړاو جدي پلټنې روانې دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار په دې هکله وویل:«له بده مرغه، د عثمان جان جسد پرون د یادې شوې ولسوالۍ د هزارمیشي کلي په یوې غار کې وموندل شو او د هغه محترمې کورنۍ ته وسپارل شو. په دې اړه جدي څېړنې روان دي ترڅو د عثمان جان د وژنې څرنګوالی معلوم شي.»

د دغه ماشوم کورنۍ د بدخشان ارګو ولسوالۍ مرکز دویمه ناحیه کې اوسېږي. پلار یې چې ښوونکی دی وايي دی او کورنۍ یې له هېچا سره شخصي دُښمني او خصومت نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه