Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په امنیت شورا کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت ارزونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتانبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو راپور ورکړ او ویې ویل چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، خو مرستې په چټکۍ سره کمېږي.
 
اوتانبایوا په افغانستان کې د بې وزلۍ ناورین ته په نغوتې سره زیاته کړې چې که څه هم د ۲۰۲۴ کال بشري مرستو اغېزناکې وې، خو لا هم افغانستان ته د نړیوال نظام سره د یو ځای کېدو اړتیا شته.

هغې زیاته کړې: «په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې. پانګونې په ځانګړې توګه د بیخ بنایي په برخه کې د سیمې د هېوادونو په ملاتړ شوې دي. خو د لنډمهالې او منځمهالې مودې لپاره، اوسنی اقتصادي وده نه شي کولای د بهرنیو مرستو کمښت او د نفوس ډېرېدل جبران کړي. په اوږد مهال کې، د اقتصادي ځان بسیاینې په تړاو د واکمنو چارواکو مثبت لرلید نه شي کولای خپل بشپړ ظرفیت ترلاسه کړي مګر دا چې له نړیوال نظام سره د افغانستان د یوځای کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل شی.»

 د چین او روسیې استازو هم د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د مرستو رسولو د هڅو هرکلی کړی او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدوغوښتنه یې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، واسیلي نیبنزیا هم وايي:  «د خپلو لوېدیځو همکارانو د تېرو منفي وړاندوینو برعکس، افغانستان ژوندي پاتې کېږي. د بې سارې یو اړخیز بندیزونو او بشري کړکیچ په شرایطو کې، هغه هیواد چې کلونه یې په نړیوالې سوکالۍ کې له ژوند کولو سره عادت کړی و، بلې کورنۍ جګړې کې ښکېل نه شواو نه هم لمنځه ولاړ. خو دا څرګنده ده چې د جګړې په کلونو کې راټولو شویو ستونزو او ګواښونو ته په پام سره، د دغه هیواد خلک تر بل هر وخت ډیر زموږ دوامداره مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري. له دې سره هممهاله، دا د خوښۍ وړ خبره ده چې افغانان د سیمه ییزې همکارۍ پر بنسټ د اقتصادي ظرفیتونو د پراختیا او بیا احیا کولو لپاره د یوې خپلواکې لارې په لټه کې دي.»

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی، فو کونګ بیا وايي:   «اړینه ده چې ټولې خواوې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې د ملاتړ په برخه کې د دغه هیواد د بانکي سیسټم د بیارغونې او د هغه د پراختیا لپاره د ډېرو سرچینو د پیدا کولو په ګډون دوه اړخیزه، څو اړخیزه او سیمه ییزه همکاري روانه وساتي. د افغانستان بانک شتمنۍ په بهر کې ارزښتناکه شتمنۍ دي چې د افغانستان په خلکو پورې اړوند دي. متحده ایالتونه باید ټولې دغه شتمنۍ له قید او شرط پرته خوشې کړي او افغانستان ته یې وسپاري.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم د سیمه ییزو پروژو پلي کول د ښکېلو هېوادونو په ګټه وبلل او  د پولې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړېدو د درېدو په ګډون یې په ټولو برخو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی، منیر اکرم څرګنده کړې: «د چمتو شویو نښلوونکو پروژو پلي کول لکه د ټاپي د ګازو نل لیکه، د کاسا-۱۰۰۰ د بریښنا شبکه او د ازبیکستان-افغانستان-پاکستان رېل پټلۍ کولای شي سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په افغانستان او سیمه کې د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.»

دا په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړۍ غونډه ده، او ټاکل شوې ده چې دغه شورا د روان کال تر پایه د افغانستان په تړاو درې درې میاشتنۍ غونډې وکړي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه