Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوې میاشتې په لړ کې ۸۰ تنو په طبیعي پېښو کې ژوند بایللی

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ادارې طلوع‌نیوز ته ویلي، چې په وروستۍ یوه میاشت کې په هېواد کې، ورښتونو او سېلابونو د ۸۰ تنو ژوند اخیستی او څه باندې ۱۰۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، څه باندې یو زره او ۸۰۰ کورونه او درې زره جریبه کرنیزې ځمکې هم د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله یجاړې شوې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت ادارې ویاند جانان سایق په دې هکله وايي:«له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ولایتي ریاستونو د راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تېره یوه میاشت کې، د طبیعي پېښو له امله، له بده مرغه کابو ۸۰ تنه هېوادوال ژوند بایللی او له ۱۰۰ زیات کسان هم ټپيان شوي دي.»

د پکتیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس نثار احمد نجات هم وايي:«تېره شپه ۹ بجو په شاوخوا کې د سید کرم ولسوالۍ په شیشنک سیمه کې پر یوه کور اسماني تندر لوېږي، چې د دغه کور ۶ غړو ته مرګ ژوبله اړوي، چې یو کس شهید او پنځه تنه نور ټپيان دي.»

افغانستان یو کرنیز هېواد دی؛ خو د معیاري کرنیز سیستم نشتوالی د دې لامل شوی، چې کروندګر د طبیعي پېښو له امله زیانمن شي.

د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې باید له زیانمنو شویو ولایتونو سره مرستې وشي.

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال میرویس حاجي‌زاده په دې هکله څرګندوي:«د یوه بزګر پانګه د هغه کر او زراعتي کار دی، او د دوی ځمکې چې سېلابونو وړي، مالي ملاتړ ته اړتیا لري. باید سروې وشي. حکومت، موسسې او پراختیايي بانک په هر ولایت او ولسوالۍ کې د زیان جبران ته اقدام وکړي.»

ورته مهال ځينې زیانمن شوي له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

زیانمن شوي مومن وویل:«زه له اسلامي امارته غواړم چې موږ ته مرسته راکړي، ځکه زموږ کور نړېدلی دی.»

سرپل کې کروندګر محمود هم وايي«سېلاب راغی او په دې سیمه کې یې ډېرې ورانۍ وکړې. زموږ ځمکې یې ویجاړې کړې. تر اوسه هېڅ رسېدنه نه‌ده شوې.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کلونو کې هېوادوال د اقليمي بدلون له امله له وچکالۍ سره مخ دي او بل لور ته بیا په ځينو ځايونو کې سېلابونو خلک په ځانګړې توګه کروندګر زيانمن کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه