د ايران د ولسمشر استازي او د دغه هېواد له نشهيي توکو سره د مبارزې لوی منشي ادعا کړې، چې هيروين او میتافتامین په افغانستان کې په ځمکتلونو کې توليدېږي.
حسین ذوالفقاري په ویانا کې د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو سره د مبارزې د کمېسیون د ۶۸ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د هالنډ له دایمي سفیر سره په کتنه کې زیاته کړه، ایران له افغانستان سره دوه زره کیلومتره ګډه پوله لري، چې د ده په باور په یو اړخیزه توګه اداره کېږي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د هیروین او متامفتامین تولید یو «جدي خطر» دی.
د ایران د ولسمشر استازي او د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې لوی منشي حسین ذوالفقاري ویلي:«د نشهیي توکو تولید، په ځانګړې توګه د هیرویینو او میتافتامینو تولید، په دې هېواد کې په ځمکتلو کې شوی، او دا یو جدي خطر دی، چې باید پام ورته وشي. ایران له افغانستان او پاکستان سره دوه زره کیلومتره ګډه پوله لري، چې په یو اړخیزه توګه کنټرولېږي.»
ښاغلي ذوالفقاري همدارنګه ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه باید له افغان بزګرانو سره د بدیلو کښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. حسین ذوالفقاري دغهراز د نشهیي توکو له قاچاق سره ګډه مبارزه او د سرحدي امنیت په برخه کې د ایران، افغانستان او پاکستان همکاري مهمه وبلله.
د نظامي چارو شنونکی صادق شینوري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«که د دغو هېوادونو ترمنځ د مخدره موادو پر ضد صادقانه او پرېکنده همغږي او همکاري موجوده وي، نو شونې ده، چې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته د هغې د قاچاق مخنیوی وشي.»
د نظامي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم وايي:«کهچېرې واقعاً داسې راپور لرئ، نو ولې دا موضوع د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې له معین سره، چې څه موده وړاندې ایران ته تللی و، شریکه نهکړه؟ دا ټول د ایران او پاکستان تبلیغات دي، چې غواړي د افغانستان خلک او اسلامي امارت بدنام کړي»
دغه ایرانی چارواکی په داسې حال کې په افغانستان کې د صنعتي نشهیي توکو له تولیده اندېښمن ښودلې، چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې صنعتي نشهيي توکي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي او له دغو هېوادونو باید د هغه مخنیوی وکړي.
په دې اړه مو اندونه