د پنجشېر والي وايي، د تېرو کلونو پرتله اوس د دغه ولایت د زمردو کاروبار ته د بهرنیو سوداګرو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
دوو هندي سوداګرو په پنجشېر کې د زمردو یوې تازه داوطلبۍ کې ګډون کړی دی. دوی په معیاري ډول د زمردو استخراج طرحې وړاندې کولو سره ددغه ولایت د کانونو په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.
د پنجشېر والي په دغې برخه کې د دوی طرح او پانګونې لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ وايي، د تېرو کلونو پرتله ددغه ولایت زمردو کانونو کې د پانګونې لپاره د بهرنیو سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم په دې اړه داسې وايي:"ورځ تر بلې دا هیلهبښونکې ده چې د افغانستان زمرد، په ځانګړي ډول د پنجشېر زمرد، په نړۍ کې زیات شهرت مومي او د بهرنیو سوداګرو پاملرنه ورته د پخوا پرتله ډېره شوې ده."
ددغه ولایت د کانونو څارنې کمېټې له لوري په تازه داوطلبۍ کې چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو په ګډون سره ترسره شوې، د پنجشېر له کانونو پنځلس زره او ۵۵۲ قیراطه استخراج شوي زمرد د ۳۲۸ زره ۹۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت په کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند، سیف الدین لټون زیاتوي: "د ۱۵,۵۵۰ قیراطه زمرد، چې پنځه کیلوګرامه یې د نمونې په توګه هم موجود و، په درې سوه اته ویشت زره او نهه سوه پنځوس ډالرو وپلورل شو."
پنجشېر کې ځینې نور سوداګر او کان کیندونکي له مسوولینو غواړي چې د زمردو اهمیت او بیې لوړاوي لپاره دې ددغه ولایت په کانونو کې بهرنیو پانګه والو ته لازیات فرصتونه برابر کړي.
د زمردو د یو کان مسوول، محمد امان وايي: "په دې وروستیو کې د ملي او نړۍوالو سوداګرو حضور زیات شوی، چې دا د کان کېندونکو په ګټه دی، ځکه چې کله دلته راځي او د لوړ کیفیت زمرد ویني، د نورو هېوادونو پرتله ورته زیاته لېوالتیا ښيي."
د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ تر دامهاله د امریکا متحده ایالاتو، چین، روسیې، المان، هند او ایران ډېری پانګه والو د پنجشېر د زمردو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
خو د اسلامي امارت بیا واکمنېدو نږدې څلور کاله تېرېدو سره بهرنیو پانګه والو په عملي ډول د پنجشېر کانونو کې کار نه دی پیل کړی.
په دې اړه مو اندونه