Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې ۶۰۰ روږدي له درملنې وروسته مسلکي زده کړې ترلاسه کړي

د کندهار د روږدو د درملنې له مرکز ۶۰۰ روږدي کسان له رغېدو سره هم مهاله له حرفه يي زده کړو هم فارغ شول.

دېرش کلن طالب چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی دی تازه يې د کندهار د روږدو درملنې مرکز کې درملنه بشپړه شوې ده.

طالب وایي، د نشې تريخ دود يې پر خواږه ژوند سيوری غوړولی وو، خو اوس چې رغېدلی دی د خپلې کورنۍ پالنه او خوښي یې لومړيتوب دی.

هغه زیاتوي: “ان شاالله زه اوس روغ سوی يم او دا خوښي احساسوم، چې د کورنۍ ترڅنګ ژوند وکړم او بيا نښه ونه کړم، نشې زما ژوند ډېر اغېزمن کړی و”.

د کندهار د روږدو درملنې له دغه مرکز څخه ۶۰۰ تنه روږدي تر درملنې  او حرفوي زده کړو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ورستنېږي. 

دوی وایي، له دې وروسته به د زده کړو کسبونو پرمټ د خپلو کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

له روږدتیا رغېدلی، فرهاد وايي: “دلته زموږ د درملني برخه کې زیات زيار ايستل شوی دی او موږ دا دی روغ شوي يوو. د دې ترڅنګ موږ مسلکونه ښودل شوي دی او ما خياطي زده کړې ده، چې له دې ځايه له وتلو وروسته به خپل شخصي کاروبار پېلوم”.

یو بل رغېدلی روږدی، جاوید هم وايي: “زه يو کسب پېلوم، خياطي پېلوم ځکه نشې زما ژوند او عمر را برباد کړ”.

ورته مهال مسوولين وایي، دغو ۶۰۰ روږدو د درملنې ترڅنګ حرفوي او د سواد زده کړي هم کړې دي.

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو ریاست د کار آمر، عبيدالله وقاد بیا وايي: “دغه دوره کې ۶۰۰ تنه موږ شپږو بېلابيلو حرفو کې روزل شوي دی او نن دا دی دوی خپلو کورنو ته لېږل کیږي او ورسره د کاري توکی هم ورته سپارل کیږي”

کندهار کې د روږد درملنې مرکز مسوول، عبدالشکور شکېب څرګنده کړه: “دلته روږدو کسانو ته د درملني ترڅنګ د هغوی د رواني روغتيا او درملني برخه کې زيات ټنګار کیږي او ترڅنګ يې ورته اصلاحي زده کړي هم ورکول کیږي، ترڅو ټولنه کې عادی ژوند ته ور وګرځي.”

مسوولین دغه راز زیاتوي چې له نشې رغېدلو دغو کسانو ته یې د دوه سوه امریکايي ډالرو په ارزښت د کاري توکو یوه - یوه کڅوړه هم وېشلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه