کابل کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد یې هڅې کوي چې، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ولري.
نوموړي کابل کې په یوه پروګرام کې زیاته کړې چې د افغانستان او ترکیې تر منځ اړیکې تل په دواړو هېوادونو کې له سولې او ثباته د ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي او ښه تاریخي مخینه هم لري.
کابل کې د ترکیې سفیر، جنک اونال و ویل: «لکه څنګه چې یادونه وشوه، د افغانستان او ترکیې اړیکې ښه تاریخي مخینه لري او دا اړیکې د دواړو هېوادونو د سولې، ثبات او سوکالۍ په رښتیني ملاتړ ولاړې دي. زموږ حضور دلته یوازې د سفارت یا کونسلګرۍ په بڼه نه، بلکې موږ هڅه کوو چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړو.»
جنک اونال افغانستان کې د ځینو ترکي بنسټونو فعالیتونو ته په اشارې زیاته کړې چې ترکیه د بل هر هېواد پرتله افغانستان کې حضور لري او له افغانانو سره همکاري کوي.
کابل کې د ترکیې سفیر و ویل: «په افغانستان کې د ترکیې د ښوونې او روزنې بنسټ او نورې ادارې لکه ټیکا، ترکش ایرلاین، سوداګریزې ادارې او زموږ د سرې میاشتې بنسټ په افغانستان کې فعال دی او اوس ترکیه هغه هېواد دی چې تر بل هر هېواده په افغانستان کې ډېر حضور لري.»
دغه پروګرام کې د کابل ښار د پوهنې رييس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو د لا پراختيا هيله څرګنده کړه.
عبدالباسط حقاني زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت او د ترکیې ترمنځ د ورورولۍ اړیکې باید لا پراخې شي.»
تر دې وړاندې هم کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د خپل هېواد د هڅو ډاډ ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه