د کاناډا او البانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، له افغان ښځو پر ملاتړ ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ «له افغانستانه تر نیویارکه: افغان ښځې د اقدام غوښتنه کوي» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه، چې پکې د افغانستان د ښځو پر ستونزو او محدودیتونو بحث وشو.
دغه غونډه د ښځو د اړوند کمېسیون د ۶۹مې غونډې په څنډه کې وشوه، چې د بېلابېلو هېوادونو استازو پکې ګډون درلود.
په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې، سوئلا جانینا وايي: «تاسو زموږ پاملرنې ته اړتیا نه لرئ، ځکه چې همدا اوس د ټولو پام تاسو ته دی. هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ، اقدام دی. هغه کسان چې له طالبانو سره مذاکرات کوي، باید دا د شرط په توګه وړاندې کړي، دغه مذاکرات به د ښځو له حضور او د هغوی د غږ له اورېدو پرته هیڅ پرمختګ ونه لري.»
د کاناډا د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو عمومي رییسه، امي فورویا وايي: «سره له دې چې د نه تصور وړ ننګونې شته، خو افغان ښځې که په کور دننه دي او که بهر لا هم د ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه کوي.»
په دې لړ کې په هېواد کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې په دې تړاو بېلابېل لید لوري لري.
د ښځو د حقونو چارو فعاله، تفسیر سیاه پوش وايي: د افغان ښځو غوښتنو ته دې پاملرنه وشي. تړل شوې دروازې پرانیستل شي. موږ له هغو غونډو سره کار نه لرو چې پایلې ورکوي که نه یې ورکوي.
انشراح رحماني چې د ښځو د حقونو بله فعاله ده وايي: ملګري ملتونه او نور نړۍوال بنسټونه چې د ښځو د حقونو برخه کې کار کوي، یوازې د شعار تر کچې دي. ټول یوازې د شعار په توګه د افغان ښځو پر وضعيت خواشیني څرګندوي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت په دې وروستیو کې څه نه دي ویلي، خو د مارچ اتمې یا د ښځو د نړیوالې یووالي ورځې په مناسبت اسلامي امارت د اسلامي احکامي په اډانه کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی و او ویلي وو، چې په اسلامي ټولنه کې د افغان ښځو حقونه په لوېدیځو هېوادونو کې د ښځو له حقونو سره توپير لري.
په دې اړه مو اندونه