Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا ته پر سفر تازه بندیزونه؛ افغانستان هم په نوملړ کې شامل دی

د ډانلډ ټرمپ حکومت د ۴۱ هېوادونو پر وګړو د سفر د پراخو بندیزونو ارزونه کوي. 

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې لړ کې به په بشپړ ډول د ویزو بندیز، د ویزو جزیي بندیز او د ویزو مشروط بندیزونه و ارزول شي. 

د ویزو په بشپړ بندیز کې د افغانستان، ایران، سوریې، کیوبا او شمالي کوریا په ګډون لس هېوادونه شامل دي. د ویزو په جزیي بندیز کې بیا اریتریا، هایټي، لاوس، میانمار او سویلي سوډان شامل دي چې پر دغو هېوادونو به د ګرځندوی، کډوالۍ او زده کوونکو ویزو په برخو کې بندیزونه ولګول شي. 

او د امریکا د ویزو په مشروط بندیز کې بیا د بیلاروس، پاکستان او ترکمنستان په ګډون ۲۶ هېوادونه شامل دي. 

دغو هېوادونو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی، څو خپلې امنیتي نیمګړتیاوې اصلاح کړي، که نه نو د دوی پر وګړو به دغه بندیزونه ولګول شي. 

دغه پلان تر دې مهاله وروستی شوی نه دی او ښایي په نوملړ کې بدلونه رامنځته شي. 

دغه اقدام د ټرمپ د دویمې ولسمشریزې دورې د کډوالۍ د سختو پالیسیو یوه برخه ده.

نوموړي د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر  کې ویلي و، چې غواړي د غزې، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن او هر هغه هېواد پر وګړو بندیزونه ولګوي چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه