Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د نیونو نوې څپه؛ په یوه اوونۍ کې له ۸۰۰ ډېر افغانان نیول شوي

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د راولپنډۍ پولیسو ۸۲۰ افغان کډوال نیولي دي.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، تر اوسه ۱۱۴ کسان افغانستان ته راستانه کړای شوي او ۱۴۰ نور افغان کډوال د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د دغه ښار په یوه پنډغالي کې ساتل کېږي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې په راپور کې راغلي:«د راولپنډۍ پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د پادګان ښار له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۸۲۰ افغانان نیولي او تر اوسه ۱۱۴ تنه یې سپارلي دي.»
 
پاکستان کې خبریال ظاهر بهاند د نیونو په هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې وروستیو کې د پاکستان پولیس په بې رحمۍ سره، ان نیمه شپه، د خلکو کورونو ته ورننوځي او افغان کډوال نیسي.» 

 د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، که څه هم د پاکستان حکومت د مارچ ۳۱ نېټه د هغو افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ موده ټاکلې، چې د اې‌‌سي‌سي کارټ لري؛ خو د بې‌اسناده افغان کډوالو نیول په ځانګړې توګه په راولپنډۍ او اسلام‌اباد کې لا هم دوام لري.

پاکستان کې یو افغان کډوال فضل صابري وویل:«تېره شپه د اسلام‌اباد پولیسو په یوه سیمه چاپه واچوله او ځينې کډوال یې له ځان سره بوتلل»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي محمدزی طلوع‌نیوز ته وايي:«ملګري ملتونه باید په دې برخه کې، د پاکستان حکومت په همکارۍ اسانتیاوې رامنځته کړي او د کډوالو د استوګنې د ستونزو په اړه له کوربه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.»    

له بلې خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مرستیالې سره کتلي دي. په دې کتنه کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرستیالې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له افغان کدوالو سره یې د مرستې په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی دی.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې ۲٫۱ مېلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه