Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: امریکا باید د بګرام اډه له لاسه نه‌وای ورکړې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هېواد په عدلیې وزارت کې، یوځل بیا له افغانستانه د امریکا د وتلو ورځ «په تاریخ کې یوه شرموونکې ورځ» بللې ده.
 
د ډانلډ ټرمپ په وینا، امریکا چین ته د بګرام هوايي اډې د نږدېوالي له امله، د هغې ساتنې ته لېواله وه او دغه اډه اوس د چین په واک کې ده.

د امریکا د ولسمشر په اند، له افغانستانه د امریکا له وتلو، د امریکا مخالفانو له هغې ډلې روسیې ته ډېر جرآت ورکړ.

ډانلډ ټرمپ په دې هکله ویلي:««که افغانستان ته وګورئ، ښايي دا هماغه څه وو، چې پوتین ته یې انګېزه ورکړه؛ ځکه هغه موږ وېرېدلي ولیدو. زه فکر کوم، چې تر ټولو شرموونکې ورځ دا نه‌وه، چې موږ ووتلو.زه تر هغوی ژر وتلم؛ خو موږ به د بګرام هوايي اډه ساتلې وای، چې اوس د چین په اختیار کې ده.
موږ باید هغه ساتلې وای، د دې دلیل چې ما به هغه ساتلې وای، دا و چې دا ځای له هغه ځای سره یو ساعت واټن لري، چې چین په‌کې خپلې اټومې وسلې جوړوي، خو هغوی دا ځای پرېښود.»

دا لومړی ځل نه‌دی، چې د امریکا  ولسمشر د بګرام هوايي اډې په تړاو غږېږدلی دی، بلکې تر دې مخکې هم نوموړي د دې اډې د اهمیت یادونه کړې او ادعا یې کړې وه، چې دا اډه اوس د چین په اختیار کې ده؛ هغه ادعاوې چې سرپرست حکومت بې بنسټه بللې دي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«امریکا له ماتې وروسته، یوځلې بیا د افغانستان اسلامي امارت سره، یوې نوې مبارزې ته چې هغه تبلیغاتي او رسنیزه مبارزه ده او د افغانستان د اسلامي امارت د ارزښتونو، د حکومت، د نظام او د سیاسي او اقتصادي اړخه کمزوري کولو کوښښ کوي.» 

که څه هم چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او پر پاتې پوځي تجهیزاتو نیوکه کړې؛ خو تر اوسه د افغانستان پر وړاندې د هغه تګلاره ناڅرګنده ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه