د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د ځینو هېوادونو اندېښنې بې ځایه بللي.
د دغه وزارت ویاند د افغان ښځو په تړاو د ملګرو ملتونو په حاشیه يي غونډو کې د ځينو هېوادونو د استازو څرګندونو ته په غبرګون کې زیاته کړې چې، دغه ډول څرګندونې د عامه ذهنیت د تېر اېستلو لپاره کیږي.
دغه غونډه تېره پنجشنبه (د کب ۲۳مه) ترسره شوې ده.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ټینګار کړی چې اسلامي امارت د افغان ښځو د حقونو تامین ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: « د افغانستان ټولو ښځو ته الحمدالله د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو راهیسې ټول شرعي حقوق رسېدلي چې د دوی حق ګڼل کېږي او د اسلام مبارک دین ورکړي دي او اسلامي امارت په ټوله مانا د ښځو حقونو ته ژمن دی.»
بلخوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په هېواد کې د ښځو د کار او زده کړو پر حق په ټینګار سره له اسلامي امارته غواړي چې دغه برخه کې هڅې وکړي.
د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شېرزۍ وایي: «افغان ښځې او نجونې د نورو اسلامي هېوادونو په څېر غواړي خپلو کارونو ته دوام ورکړي، څو د افغانستان د ودې او پرمختګ برخه شي او د خپلو ماشومانو په روزنه او پالنه کې ونډه واخلي.»
زده کوونکې، ظریفې و ویل: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، ځکه د یوه هېواد یوازینۍ هیله زده کړه ده.»
تر دې وړاندې، د کاناډا، هالنډ، البانیا، اسټرالیا په ګډون د ځینو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې افغان ښځې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه