د چاپېریال ساتنې ملې ادارې په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار د پروژو د اجرا کولو لپاره د ۱۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د بودیجې له منظورېدو خبر ورکوي.
دغه پروژه چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د سیمهییزو ټولنو د انعطاف ځواک پر پياوړتیا او د هغوی د ژوند پر ښهوالي تمرکز لري او د پنځو کلونو په لړ کې به په بدخشان او کونړ ولایتونو کې اجرا شي.
د دغې پروژې مالي ملاتړ د چاپیریال نړۍوالې اسانتیاوې له لوري کیږي چې پلې کوونکی یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روحالله امین وویل:«یاده شوې پروژه د افغانستان یوه له ځنډول شویو پروژو وه چې، په دې وروستیو کې د ۱۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د چاپېریال ساتنې نړۍوالو تسهیلاتو، د لږ پرمختللو هېوادونو شورا صندوق او د اقلیمي بدلون ځانګړي صندوق له لوري تصویب شوې ده.»
د چارو ځینې شنونکي بیا په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له اړخه د افغانستان زیانمنېدو ته په نغوتې سره دغه ډول پروژې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو د راکمولو په برخو کې اغېزناکې ګڼي.
د پوهنتون استاد محمد داوود شیرزاد وویل:«د دې پروژو اغېزې په داسې عواملو پورې تړلې دي لکه مالي سرچینې، نړۍوالې همکارۍ، د سیمې د خلکو ګډون، او د دولت اراده. البته، دا پروژې کولی شي د اوبو د سرچینو مدیریت یا د اقلیم له بدلون سره د مقاومت لرونکي کرنې په برخه کې وي.»
د اوبو د مدیریت چارو کارپوه نجیبالله سدید په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه پانګونه چې ترسره کېږي، هېواد کې له موجودو ستونزو سره پرتله کې ډېره کمه ده؛ خو له دې پلوه یو مثبت ګام ګڼل کېږي، ځکه چې موږ له دې پروژو زدهکړه کوو. په حقیقت کې، دا پروژې راښيي چې کومې یې ګټورې دي، کومې د ټولنې د زغم وړتیا لوړوي، او کومې د خوراکي خوندیتوب د لا ښه تأمین لامل ګرځي.»
د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دغې پروژه کې د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کول، د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو د سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو پراخول او د اوبولګولو د کانالونو جوړول شامل دي
په دې اړه مو اندونه