د خیبرپښتونخوا مشهور او ژبور دیني عالم مفتي منیر شاکر د جنازې مراسم د سیمې په وخت درې بجې پېښور کې ترسره شول.
ښاغلی شاکر تېره ورځ (شنبې) په خپله سیمه کې جومات ته د ننوتو پر مهال په یوې چاودنه کې ټپي شو او بیا وروسته یې د پېښور په اېل، ار، اېچ روغتون کې ساه ورکړه.
د اېلاراېج روغتون ویاند وايي:«چې له درې نورو ټپيانو سره، په ټپي حال کې موږ ته راغلی و؛ خو له بده مرغه مفتي منیر شاکر صاحب په روغتون کې ساه ورکړه.»
مفتي منیر شاکر په دې وروستیو کې په خپلو ویناو کې په وار وار ویلي وو چې، له ګڼو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او په دې برخه کې یې د پاکستان حکومت پر ناغېړیو هم نیوکې کړې وې.
د مفتي منیر شاکر زوی وايي:«موږ په ځلونو ویلي وو، چې موږ ته خطره ده، د هنګو مرستیال کمشنر سره زما د وسلو ټول اسناد ورسره پراته دي او زه یې په قصداً په څلورو لاسونو ورته تړلی وم چې مه کوه، دغه سړی شهید شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم ویلي چې، د مفتي منیر شاکر له جنازې وروسته به د راتلونکې په تړاو پرېکړې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشرتابه غړی حنیف پښتین وايي:«دا په شاکر مفتي صاحب باندې برید نهدی، دا زموږ پر اسلام، زموږ پر سپېڅلي دین او زموږ پر تاریخي پښتون قوم باندې برید دی. »
تر اوسه هېڅ یوه کس او یا هم ډلې پر مفتي منیر شاکر د برید مسوولیت نهدی منلی.
په دې اړه مو اندونه