د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې نن (دوشنبې) افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مخورو په یوه غونډه کې، د تورخم دروازې پر پرانیستو هوکړه کړې ده.
د دغې خونې د چارواکو په وینا، د دغې هوکړې پر بنسټ به، د تورخم دروازه سبا (سېشنبه) د هر ټول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي او ټاکل شوې، چې نن ماښام د دغې لارې د پرانستلو لپاره د لا ډېرې همغږۍ او چمتووالي په موخه، بله غونډه هم جوړه شي.
سوداګر زلمی عظیمي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«نن په تورخم کې د دواړو لورو ترمنځ غونډه وشوه، د دغې غونډې پرېکړې مثبتې دي او شونې ده، چې نن یا سبا د تورخم دروازه پرانیستل شي.»
له دې سره هممهاله، یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې کابل او اسلام اباد تر منځ اختلافي موارد باید د خبرو له لارې حل شي.
د سیاسي چارو شنونکي سید عبادالله صادق طلوعنیوز ته وویل:«کله چې پاکستان سرحد یا دروازه تړلي، دا د ستونزې د حل لار نهده؛ بلکې ستونزې لا زیاتوي. په دې برخه کې باید ډیپلوماټیکې اړیکې ډېرې شي، کله چې ستونزه رامنځته کېږي، د خبرو اترو له لارې دې حل شي.»
خو د تورخم بندر د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې څه رول لري؟
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمان اوریا په دې هکله وايي:«افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونه له تورخم بندره اقتصادي او سوداګریزه استفاده کوي او پاکستان هم د دغه بندر له لارې سوداګري کوي، له همدې امله، دغه کار [د بندر تړل کېدل] د افغانستان او مرکزي اسیا اقتصاد ته یو ځپونکی ګوزار دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې تورخم دروازه د روان لمریز کال د کب میاشتې پر درېیمه د پاکستان له لوري وتړل شوه او اسلاماباد د دغه کار لامل د اسلامي امارت له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه د تاسیساتو د جوړولو هڅه بللې وه.
په دې اړه مو اندونه