د کابل ښاروالۍ په تیرو دریو کلونو کې په پلازمینه کې د ۲۷۰ کیلومتره په اوږدوالي د سړکونو له جوړولو خبر ورکوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د سړکونو د جوړونې چارې په ځانګړې توګه په کابل کې چټکې شوې دي.
د کابل ښاروالۍ استازی وایي چې په تېرو درې کلونو کې په پلازمېنه کې څه باندې ۲۷۰ کیلومټره نوي سړکونه جوړ شوي دي.
اوسمهال هم په پلازمېنه کې د سړک جوړونې پر ۸۲پروژو کار روان دی.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: "د شاوخوا درېیو کلونو په موده کې، د کابل ښاروالۍ شاوخوا ۲۷۰ کیلومټره نوي سړکونه جوړ کړي او زموږ موخه دا ده چې ښاریانو ته د غوره کیفیت خدمات وړاندې کړو."
د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د سړکونو جوړېدل د هېواد د پرمختګ لپاره ګټور ګڼي.
حمید، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، طلوعنیوز ته و ویل: "ډېر خوشحاله یو، ښه ده چې سړکونه جوړ شوي او د هېواد د پرمختګ هیله هم لرو."
محمدعلي، چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، وايي: "په هر هېواد کې چې زیربناوې جوړې شي، طبیعي ده چې د خلکو ستونزې هم تر یوې کچې حل کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د جوی شیر په سیمه کې د څه باندې ۱۰۰ جایدادونو د استملاک او تخریب خبره کړې وه او ویلي یې وو، چې د دغه کار موخه تر پل ارتل پورې د جوی شیر د سړک پراختیا او په ده افغانانو کې د ګڼې ګوڼې کمېدل دي.
په دې اړه مو اندونه