په هېواد کې شته اقتصادي ننګونې د دې لامل شوي، چې په پلازمېنه کې ځينو ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې ده.
دغه ماشومان له اسلامي امارته غواړي، چې هغوی ته د زدهکړو او کورنۍ ته یې د مرستې زمینه برابره کړي.
د پلازمېنې په ګوټ ګوټ کې د موټرو داسې ترمیم ځایونه لیدل کېږي، چې کوچني ماشومان د درنو وسایلو په منځ کې کار کوي.
بلال او عثمان هغه دوه ماشومان دي، چې له سهار تر ماښامه پر یوه ترمیم ځای کې د موټرو د ماشین پر ترمیمولو بوخت دي.
کارګر ماشوم بلال د طلوعنیوز خبریالې ته وویل:«موږ اقتصادي ستونزې لرو. له دولته غواړو، چې له موږ سره مرسته وکړي او د زدهکړې زمینه را ته برابره کړي.»
بل کارګر ماشوم عثمان هم وايي:«سهار اته بجې مکتب ته ځم. له مکتبه بېرته دوکان ته راځم، چې کار وکړم او کور ته یو څه یوسم. په ورځ کې راته سل افغانۍ راکوي، او هغه کور ته وړم چې څه پرې وپېري.»
ډېری نور ماشومان هم، د بلال او عثمان په څېر په درنو کارونو بوخت دي.
کارګر ماشوم موسی هم د موټرو په یوه ترمیم ځای کې کار کوي، هغه زموږ خبریال ته وویل، چې اوس د ښوونځي په اوم ټولګي کې دی او غواړي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
موسی له اسلامي امارته وغوښتل:«د سهار له اتو د مازدیګر تر ۴ دلته کار کوم، چې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم او یو څه یوسم.»
خو په راتلونکي کې د ماشومانو لپاره د درنو کارونو پایلې څه دي؟
د پوهنتون استاد نویدالله دانشیار په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د ماشومانو لپاره د درنو کارونو جدي رواني پایلې او ستونزې دا دي، چې هغوی له اضطراب سره مخ کېږي، او دا اضطراب بیا تاوتریخوالي ته لار هواروي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د کارګرو ماشومانو د ملاتړ لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي وايي:«د دغو ماشومانو ډېری هغه برخه، هغه ماشومان دي چې هغوی پخوا په شاقه کارونو باندې بوخت وو او دا چې یاد ماشومانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوندو روزنتونونو، د کړنلارې مطابق د دې واجدالشرایط وو، چې یاد ماشومانو روزنتونونو ته جذب شي.»
اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او بې وزلي هغه لوی لاملونه دي، چې ماشومان درنو کارونو کولو ته اړ باسي.
په دې اړه مو اندونه