Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرپل کې کروندګر: د سړو خونو او  مناسب نشتوالي موږ زیانمن کړي یو

په سرپل کې ځينې کروندګر وايي، چې د مناسب بازار او معياري سړو خونو نشتوالي او د کرنيزو محصولاتو د لېږد ستونزمنو لارو له امله دوی ته مالي زيانونه اوړي. 

په سرپل کې ځينې کروندګر وايي، چې په دغه ولايت کې د مناسب بازار او د معياري سړو خونو نشتوالي او د پيازو محصولاتو ټيټې بيو له امله دوی ته زيانمن کړي دي. 

دغه کروندګر له سرپرست حکومت د بازار موندنې او له هېواد څخه بهر د پيازو محصولاتو د صادراتو او دغه راز د معياري سړو خونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. 

سرپل کې کروندګر، محمد قاسم هم وايي: "زموږ پیاز په تورخم بندر کې شاوخوا ۲۱ ورځې پاتې دي. په کور کې پیازونه خرابېدل پیل کړي دي. کله چې یې بازار ته وړو، د تاجېکستان او ازبېکستان سوداګر وايي، زموږ پیاز نه اخلي، ځکه د دوی خپل پیاز همدلته موجود دي او کیفیت یې هم ښه دی."

یو بل کروندګر، بادار وايي: "زموږ کار د پیاز کرل دي. هره ورځ کارګرانو ته ۳۰۰ افغانۍ مزد ورکوو، زحمت باسو، سرې او اوبه لګښت لري؛ خو کله چې زموږ پیاز چمتو شي، بهرني پیاز بازار ته راځي او زموږ د پیاز بیه ۵۰ افغانیو ته راټیټوي، چې دا زموږ تاوان دی."

خو د سرپل د کرنې او اوبو لګولو رياست په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو لپاره د مناسب بازار موندلو په موخو د هڅو ډاډ ورکوي. 

د سرپل د کرنې او اوبو لګولو رياست د کرنيزې څانګې امر، شریف الله مصدق بیا وايي: "په نړۍوالو نندارتونونو کې مو دا موضوع مطرح کړه او له سوداګرو او کسبه‌کارانو مو وغوښتل چې د سرپل پیاز په همدې ولایت، نورو ولایتونو او حتی بهر ته صادر کړي، څو د پیاز بیه لوړه شي او کروندګر زیانمن نشي."

د سرپل د کرنې او اوبو لګولو رياست د معلوماتو پر بنسټ تېر کال په دغه ولايت کې په ۸۵۰ هکتاره ځمکه کې پياز کرل شوي و، چې ۲۰ زره ټنه د پيازو محصولاتو ترې ترلاسه شو، خو په روان لمريز کال کې په ۹۰۰ هکتاره ځمکه کې له کرل شويو پيازو ۳۰ زره او ۱۵۰ ټنه پياز ترلاسه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه