Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د قزاقستاني سوداګرو لېوالتیا

قزاقستاني دیپلوماتان وايي، د دغه هېواد پانګوال په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د افغانستان کانونو په ځانګړې توګه د هېواد نفتي کانونو، په وروستیو میاشتو کې پر دغو کانونو د پانګونې لپاره د ځينو سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو پام راخپل کړی دی.

په دې وروستیو کې، په کابل کې یو شمېر قزاقستاني ډیپلوماتانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره په کتنه کې ویلي، د دغه هېواد پانګوال غواړي د افغانستان د نفتو، ګازو، سرب او جست پر کانونو پانګونه وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان هم وايي:"په دغه کتنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د قزاقستان ډيپلوماټانو د دغه هېواد د سوداګرو د علاقې خبر ورکړ، چې غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. هغوی زیاته کړه چې ټاکل شوې ده د راتلونکي اپریل په میاشت کې د قزاقستان څو تخنیکي ډلې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي."

له دې سره هممهاله، د  اقتصادي چارو ځينې شنونکي د تیلو او ګازو د کانونو په ګډون د هېواد پر بېلابېلو کانونو د بهرنیو سوداګرو پانګونه د خلکو لپاره د کارموندنې او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، نجیب الله صدیقي په دې اړه وايي:  "موږ د بهرنیو شریکانو، صنعت‌کارانو او نړیوالو سوداګرو د همکارۍ او پانګونې اړتیا لرو، څو د افغان صنعت‌کارانو او سوداګرو ترڅنګ فعالیت وکړي. دا همکاري کولی شي زموږ سره مرسته وکړي، چې د افغانستان نه‌کارول شوي د نفتو او ګازو سرچینې وپېژنو، څېړنه یې وکړو او دقیق موقعیت یې مشخص کړو. وروسته، د بهرنیو شریکانو په مرسته، دا سرچینې په معیاري ډول استخراج او ترې استفاده وکړو."

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالظهور مدبر هم په دغه برخه کې وايي: "افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د کانونو او طبیعي سرچینو له پلوه بډای دی. که دا سرچینې په معیاري ډول را و ایستل شي او پروسس شي، کولی شي د هېواد پر اقتصادي وده مثبت اغېز وکړي."

د شمېرو لمخې، اوسمهال افغانستان د تېلو له اړخه یوازې خپله لس سلنه اړتیا د قشقري له سرچینو پوره کوي او خپل نور د اړتیا وړ تېل له ایران، ترکمنستان، ازبیکستان او روسیې پېري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه