Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فصیح‌الدین فطرت: د ټیکاو او اسلامي نظام ساتنه پر ځان فرض ګڼو

د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د ځانګړو قطعاتو فرقې په فراغت‌غونډه کې، پر هغه څه نیوکه کوي، چې دی یې د سرپرست حکومت پر وړاندې منفي تبلیغات بولي.

ښاغلی فطرت زیاتوي، نړۍواله ټولنه باید پوه شي، چې اسلامي امارت اوس هم د تېر په څېر د افغانستان د خلکو د دفاع او په هېواد کې د اسلامي نظام د ساتنې لپاره چمتو دی.

د دفاع وزارت لوی درستیز په دې هکله وايي:«موږ نن د دې اسلامي نظام ساتنه او په ټول افغانستان کې د رامنځته شوي ټیکاو او امنیت ساتل پر ځان فرض بولو.»

د دفاع وزارت لوى درستيز د یاد وزارت د ځانګړو قطعاتو د فرقې د فراغت په پروګرام کې وويل، چې اسلامي پوځ له ګاونډيو او نورو هېوادونو سره د جګړې په موخه نه‌دى جوړ شوى؛ بلکې موخه يې د پولو او اسلامي ارزښتونو ساتنه ده.

فصیح‌الدین فطرت وویل:«د زموږ د اسلامي او ملي اردو اصلي هدف د ثبات، امنیت او اسلامي نظام ساتنه ده.»

ښاغلی فطرت په هېواد کې روان امنيتي وضعيت ښه بولي او زياتوي، چې د اوسني امنيت د ټينګښت لپاره بايد امنيتي ځواکونه لا تجهيز او چمتو شي.

د دفاع وزارت لوی درستیز څرګندوي:«همداسې چې موږ د جهاد په دوره کې د کافرو او اشغالګرو پر وړاندې د مجاهدینو چمتو کولو ته جدي پاملرنه وکړه، نن هم پر موږ لازمه ده، چې د ټیکاو او امنیت د ساتلو لپاره د مجاهدینو چمتو کول پر ځان فرض کړو.»

د دفاع وزارت لوی درستیز تر دې مخکې هم په کابل کې په يو پروګرام کې په ټول هېواد کې د امنيت د ټینګښت په اړه خبرې کړې وې او زياته کړې يې وه، چې په هېواد کې ملوک الطوایفي له منځه تللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه