د روغتیا نړۍوال سازمان له خوا په افغانستان کې د مرستو د ۸۰ سلنه ځنډېدو له اعلان وروسته، د افغانستان د اقتصاد وزارت له نړۍ څخه غوښتي چې، د دغه بنسټ ملاتړ وکړي.
روغتیا نړۍوال سازمان دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړ، چې تر جون میاشتې به د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.
اقتصاد وزارت له روغتیايي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان رول مهم بولي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو څخه زموږ هیله دا ده، چې له دغه سازمانه ملاتړ وکړي، چې د افغانستان خلکو ته خپلو خدمتونو ته دوام کړي.»
ډاکتران د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د خدمتونو په وړاندې کولو، د روغتيايي کارکوونکو د تمويل او د ساري ناروغيو په مخنيوي کې د یاد سازمان رول ارزښتناک بولي او زياتوي، چې دا ډول کړنې د هېواد د روغتيايي سيستم د لهمنځه تلو لامل کېږي.
ډاکټر مدد خان دانشور په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«له بده مرغه، دغه پرېکړه زموږ خلکو ته ډېرې ستونزې جوړوي، او دا ستونزې لامل ګرځي، چې د ولایتونو مراجعه کوونکي مرکز ته راشي، چې مرکز ته راتګ به لا جدي ستونزې راولاړې کړي.»
ډاکټر مجتبی صوفي هم څرګندوي:«دا په مستقیم ډول زموږ په روغتیايي سکتور منفي اغېزې پرېباسي. له یوې خوا ډېر ډاکټران بېکاره کېږي، له بلې خوا د هغو ناروغیو شمېر چې کنټرولېدلی شي، زیاتېږي او په پایله کې یې منفي اغېزې عامو خلکو ته رسېږي.»
دغه سازمان د فبرورۍ په مياشت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د يو راپور په خپرولو سره ویلي، چې دغه سازمان د خپلو همکارانو په همکارۍ د هېواد په ٢٠ ولايتونو کې، د ١٢٣روغتيايي مرکزونو له لارې، ۱۷۱ زره او ۵۸۳ تنو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړې دي.
د کابل اوسېدونکي ګل محمد وویل:«دا مرستې باید دوام ومومي. خلک په ښه وضعیت کې نهدي چې درمل وپېري. هغوی د درملو د پېرلو توان نهلري.»
د روغتیا نړۍوال سازمان په روانه اوونۍ کې اعلان وکړ، چې د روان کال د مارچ تر څلورمې نېټې پورې په ۲۵ ولسوالیو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه چې ۱،۶ میلیونه خلکو ته یې خدمات وړاندې کول د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي او تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې صندوق هم په افغانستان کې د ۱۸ روغتیايي مرکزونو د تړلو اعلان کړی وو.
په دې اړه مو اندونه