Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوی ښوونیز کال تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له حضور پرته پيل شو

پوهنې وزارت تېره ورځ (پنجشنبه) د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیلېدو خبر ورکړ.

خو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتي او برخلیک یې نامالوم دی. 

د پوهنې وزارت سرپرست په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، هغه منځپانګه چې له دین او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي د ښوونځیو له درسي نصابه وباسي او داسې موضوعات پکې اضافه کیږي چې، دیني او عصري علوم هم پکې په پام کې نیول شوي وي.

حبیب الله اغا و ویل: «ځینې هغه خبرې دي چې زموږ او ستاسو له دین یا د افغاني ټولنې له عنعناتو سره په ټکر کې دي، هغه موږ له نصابه اوباسو که د چا خوا بدیږي که نه.»

د اسلامي امارت ځینو نورو چارواکو هم په دې مراسمو کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل: «د کابینې غړي، رییس‌الوزرا او د اسلامي امارت نور مسوولین په ځانګړې توګه د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د یو غوره ښوونیز سیسټم د جوړولو او د ښوونې او روزنې د پراختیا لپاره ژمن دی.»

د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني و ویل: « موږ د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې ډېر شاته پاتې یو، په دې کچه علم د هېواد د ابادۍ لپاره بسنه نه کوي.»

۱۴۰۴ ښوونیز کال داسې مهال پیلیږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو مسله له تېرو نږدې څلور کلونو راهیسې بې برخلیکه پاتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه