پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګرې ډلې په افغان خاوره کې پټنځایونه لري او له اسلامي امارته یې غوښتي، چې پر وړاندې یې جدي اقدامات کړي.
شفقت علي خان ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د خپلو نړۍوالو ژمنو لمخې، د ترهګرو ډلو لمنځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند و ویل: «په واقعیت کې د بياېلای، ټي ټي پي، او ای اېس کې پي په څېر ډلو له لوري د ترهګرۍ ګواښ زموږ تر ټولو لویه اندېښنه ده. موږ له افغان حکومته غواړو چې د دغو ډلو پر وړاندې د پام وړ، عیني او د منلو وړ اقدامات ترسره کړي او خپلې نړۍوالې ژمنې عملي کړي، څو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو بنسټونه لمنځه یووړل شي.»
د سیاسي چارو شنونکي، معینګل څمکنی و ویل: «پاکستان له پخوا د سیمې د بېثباته کولو پلانونه لرل او اوس هم غواړي د ګواښونو په لوړېدو سره د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته را واړوي، خو کېدای شي دا وضعیت خپله هغوی هم زیانمن کړي.»
په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات زیات شوي او دا ستونزه اوس د روسیې لپاره هم د پام وړ مسله ګرځېدلې ده.
تر دې وړاندې پاکستان کې د روسیې سفیر ویلي و که اسلاماباد او کابل هوکړه وکړي، نو روسیه کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د مسکو فارمټ غونډې له لارې منځګړیتوب وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر په دې اړه و ویل: «روسیه له اسلامي امارت او پاکستان سره ښې اړیکې لري او که دواړه خواوې وغواړي، مسکو کولای شي د دوی ترمنځ اغېزمن منځګړی وي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له طلوعنیوز سره خبرو کې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د شتون ادعا بې ځایه بللې او زیاته کړې یې ده چې ځينې هېوادونه په دغه راز ادعاو سره غواړي افغانستان بې ثباته وښيي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «پاکستان کې ناامني نوې موضوع نه ده. دا ستونزه له ۲۰۰۳ کال راهیسې دوام لري. د پاکستان بلوڅان له کلونو راهیسې له حکومت سره په مخالفت کې دي.»
د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاوې له ډېرې مودې راهیسې لا هم نه دي حل شوي او کله نا کله دغه ترینګلتیاوې د پاکستان له لوري پر افغانستان د پوځي بریدونو لامل هم شوي دي.
په دې اړه مو اندونه