د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت له دېوالونو یې شته شعارونه د دې دېوالونو د بیاځلي رنګولو په موخه پاک کړي او تر رنګ وروسته به د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ دغه شعارونه یوځل بیا ولیکل شي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، د عامې روغتیا او اریانا څلورلارو د نښلېدونکي سړک د بېرته پرانیستلو په موخه د امریکا سفارت هغه دېوال هم لرې کړای شوی چې کلمه پرې لیکل شوې وه.
د عامې روغتیا وزارت پر دېوالونو د ناټو په ځانګړې توګه د امریکا پر وړاندې د اسلامي امارت د بریاو په تړاو شعارونه لیکل شوي و چې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر سره هم مهاله یې پاکېدل پر خواله رسنیو پر تودې موضوع بدله شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل طلوعنیوز و ویل: « پلاوی تېره ورځ راغلی و خو دغه کار د کب میاشتې په لومړیو کې پیل شوی و چې د پلاوي له راتګ سره هیڅ تړاو نه لري. البته زموږ موخه همدا وه چې زموږ د وزارت داخلي انګړ او د وزارت د بهرني دېوالونو چې ژمي کې یې د واورې او باران له امله رنګونه او ښکلا ختمه شوې وه نو د همدې لپاره دا هر کال رنګیږي.»
د تېر کال په لېندۍ میاشت کې د عامې روغتیا او اریانا څلور لارې د نښلېدونکي سړک د پرانېستو پر مهال د طلوعنیوز له لوري له دغې سیمې په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې، د امریکا د سفارت دېوال چې د "شهادت" کلمه پرې لیکل شوې وه، د دغه سړک د پرانیستو له امله ړنګ شوی دی.
د کابل اوسېدونکي، احسان په دې اړه و ویل: «شاوخوا څلور میاشتې وړاندې دغه سړک بېرته وصل شوی، دا ډېر ښه کار و او شاوخوا یوه میاشت کیږي چې د رنګ چارې یې روانې دي.»
په هېواد کې د حکومتونو او نظامونو په بدلون سره د مهمو ځایونو پر دېوالونو د شعارونو لیکل او همداراز د سړکونو او څلور لارو د نومونو بدلول اوس پر یوې عادي چارې بدله شوې ده.
د تېر نظام پر مهال د عامې روغتیا وزارت پر دېوالونو د واکسیناسیون د اهمیت او دغه راز د دغه وزارت د کړنو په تړاو شعارونه لیکل شوي وو.
په دې اړه مو اندونه