د کابل په ارغندي کې د نږدې ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د یوه ټرانسپورټي ترمینل چارې پیل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې هیواد کې د ټرانسپورټي سیسټم پر معیاري کېدو ټینګار کوي او وایي، د دغو ترمینلونو جوړول په مستقیم او غیر مستقیم ډول هېوادوالو ته د کار زمینه او اسانتیاوې برابروي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر و ویل: « د دې ترمینل په جوړېدو شاوخوا یو میلیون او ۲۸۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د ملي پراختیا له بودیجې ورکول کیږي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست د هېوادوالو لپاره د اسانتیاو او په معیاري بڼه د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغه ډول ترمینلونو جوړېدل مهم یاد کړي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه ترمینل به پر ۹۱۴ جریبه ځمکه په دوو کلونو کې جوړ شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست، حمیدالله اخندزاده و ویل: « دغه ترمینل پر ۹۱۴ جریبه ځمکه جوړیږي، د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.»
د تړون کوونکي شرکت رییس، محمد نصیر وکیل زاده و ویل: « د کابل د ارغندي ټرانسپورټي ترمینل به د عمومي او خصوصي ټرانسپورټ په برخه کې به د یوه مډرن مرکز په توګه فعالیت وکړي.»
تر دې وړاندې د تېر کال په چنګاښ میاشت کې د کور او ښار جوړولو وزارت کابل کې د انتقالاتو په برخو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه د څلورو ټرانسپورټی ترمينلونو د جوړولو طرحه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارلې وه.
په دې اړه مو اندونه