Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خیبرپښتونخوا حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه ومنله

د خیبرپښتونخوا حکومت د پاکستان د مرکزي حکومت هغه پرېکړه منلې، چې له مخې یې افغان کډوال باید د مارچ تر ۳۱مې نېټې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د څرګندونو پرخلاف به، په خیبرپښتونخوا کې هم د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي شي.

 اېکسپرس ټرېبیون لیکي:«اېکسپرس ټرېبیون د ایالتي حکومت له باوري سرچینو خبر ترلاسه کړی، چې د ګنډاپور حکومت به هېڅکله د مرکزي حکومت په هغه پالیسۍ کې مداخله ونه‌کړي، چې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره یې عملي کوي، او دغه پالیسي به پلي شي.»

پاکستان کې افغان کډوال عبدالخالق طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ له نړۍوالې ټولنې او هغو بنسټونو چې مسوول دي، غوښتنه کوو چې دا بهیر ودرول شي. د دې لپاره چې افغان کډوال په پاکستان کې ډېرې ستونزې لري، د ایستلو د دغه بهیر له دروولو سره، د کډوالو لپاره د هیلې یوه دریڅه وي.»

له بلې خوا، ځينې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسې ته په تمه دي، د پاکستان لومړي وزیر ته په یو پرانیستي لیک کې، له هغه غوښتي چې افغان کډوال له دغه هېواده ونه باسي. دوی همداراز د خپلو ویزو د تمدیدونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې افغان کډواله صامعه په دې هکله وايي:«دا بهیر د ټولو کډوالو لپاره چې په پاکستان کې دي، اندېښمنونکې ده او ټول کډوال په رواني حالت کې دي.»

پاکستان کې افغان کډوال عبدالله هم وویل:«سره له دې چې موږ ویزه او پاسپورټ لرو، بیا هم په پاکستان کې له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ یو. هر وخت چې د ډوډۍ اخیستلو لپاره بهر ځو، له وېرې او اضطراب سره ځوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې، د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د مرکزي حکومت له هغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او ټینګار یې کړی و، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري، باید په پاکستان کې د پاتې کېدو او اوسېدو اجازه ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه