کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي له درې ورځني سفر وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال اسحاق ډار، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت ټينګار کړی دی.
اسحاق ډار په هغې غونډه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري له افغانستان سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو جوړه شوې وه، د پاکستان د اندېښنو د لېرې کېدو لپاره له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا مهمه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:«د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د اندېښنو د لېرې کېدو او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره د دوامداره خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.»
د سیاسي چارو شنونکی ذکيالله محمدي په دې هکله وايي:«زه فکر کوم چې اسلامي امارت، څو ځله د مذاکراتو او خبرو اترو لپاره تیاری ښودلی؛ خو پاکستان دا وړاندیزونه رد کړي دي. کله چې خبرې پایله ور نهکړي، بالاخره شخړې او جګړې ته لار هوارېږي، او موږ تجربه کړې، کهچېرې یو هېواد جګړه انتخاب کړي، دواړو هېوادونو ته تاوان رسېدلی دی.»
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم کابل ته خپل وروستي سفر ته په نغوتې سره ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې دواړه لوري د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې خبرو د زیاتولو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله لیکلي:«ځانګړي استازي د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د ټولو اندېښمنوونکو مسایلو په ځانګړې توګه د امنیتي مسایلو د حل کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې تعاملات او خبرې زیاتې شي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمنکی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«دا چې اسحاق ډار ویلي، غواړو له افغانستان سره په لوړ سطح اړیکې ولرو، دا یو مثبت او د تایید وړ نظر دی. موږ باید سیاسي او اقتصادي موضوعات یو له بل سره تعقیب کړو.»
د پاکستان له افغانستان سره د لوړې کچې اړیکو پر زیاتولو په داسې حال کې ټينګار کوي چې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو په تړاو د دغه هیواد پرلپسې ادعاوو، د تورخم لارې تړل کېدو او د پکتیکا ولایت پر ځینو برخو د پاکستان هوايي بریدونو د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو سیوری غوړولی دی.
په دې اړه مو اندونه