د ناورې د کډوالو شورا په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د بودیجې د سخت کمښت له امله، اړه شوې چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه ودروي او ځينې دفترونه وتړي.
دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې په بهرنیو مرستو کې د پاموړ کمښت په افغانستان کې د بشري سازمانونو د حضور د کمښت لامل کېږي، چې په دغه هېواد کې یې د مېلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
په دغې اعلامیه کې راغلي:«لکه ډېری نور بشري سازمانونه د افغانستان د اېنارسي مرکز اړ شوې، چې په څو ولایتونو کې خپل دفترونه وتړي او یو شمېر ژمن او مسلکي بشري کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، چې پر ښځینه مرستندویو کارکوونکو یې هم منفي اغېز کړی دی. د بودیجې دا کمښت اوږدمهالې پایلې لري. په دغو پایلو کې له هغو ټولنو نیولې چې اساسي مرستو ته یې لاسرسی له لاسه ورکړی او تر زرګونو تجربه لرونکو افغان کارکوونکو پورې چې خپل معیشت یې له لاسه ورکړی دی، شامل دي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي هم په اوسني وضعیت کې د مرستندویو سازمانونو د فعالیتونو کمېدل د هېوادوالو په زیان ګڼي او ټینګار کوي چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړې توګه متحده ایالتونه باید له هغوی سره بشري او پراختیایي مرستو ته دوام ورکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی شمسالرحمن احمدزی وايي:«کهچېرې امریکا اعلانوي، چې خپلې مرستې له افغانستان سره دروي، نو دا باید په پام کې ونیول شي، چې دا اصول او مقررات یوازې افغانستان ته نه؛ بلکې ټوله نړۍ ته تطبیقېږي. مرستې باید په سختو شرایطو کې ټولو هېوادونو ته دوام ومومي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی قطبالدین یعقوبي وايي: «په افغانستان کې د فعالو موسسو، په ځانګړې توګه د ناروې د کډوالو شورا د مرستو بندېدل، بدبختانه، کولی شي پر افغانستان منفي اغېزې ولري، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې هېواد له ګڼو ستونزو لکه کډوالۍ، اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دی.»
بلخوا، اقتصاد وزارت وايي، چې مرستندویو بنسټونو د خلکو د معیشت د تامینولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرستې برابرولې؛ خو د امریکا د مرستو په ځنډېدو سره، دا بنسټونه له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«د امریکا د مرستو ځنډېدو ځينې مرستندویه بنسټونه له مالي ستونزو سره مخ کړي دي. د بشري مرستو هدف دا دی، چې په بېړنیو حالاتو کې له اړمنو سره مرسته وکړي او باید د طبیعي پېښو او بحرانونو له امله زیانمنو شویو کسانو ته د خوراکي او روغتیایي توکو برابرولو زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د نړیوالې پراختیا مرکز په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان ۳۵ سلنه بهرنيې مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) له لوري برابرېدې او د دغو مرستو بندېدل د افغانستان اقتصادي وده ۷ سلنه کمولای شي.
په دې اړه مو اندونه