Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه د کابل او تهران ګډه طرحه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په ګډه داسې طرحه چمتو کړې، چې پر اساس به یې افغان کډوال په تدریجي او عزتمندانه ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دغه هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډې د طرحې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، عباس عراقچي ویلي چې د دې طرحې په عملي کولو سره به خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په تدریجي ډول او درناوي سره ترسره شي.

 د ایران د رسنیو د راپور یوه برخه کې راغلي: «موږ د افغانستان له حکومت سره د سلامشورو په حال کې یو چې دا بهیر په اصولي او منظم ډول ترسره شي او په دې برخه کې موږ له افغان لوري سره په بشپړه توګه خبرې کړې دي او هوکړه وشوه چې له ایرانه د دغه هیواد د کډوالو د تدریجي او باعزته وتلو لپاره په دې برخه کې یوه ګډه طرحه چمتو او پلې شي.»

د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان پویا وايي: «دا اقدام کولای شي یو مثبت ګام وبلل شي، خو باید هېر نه شي چې د را ایستلو بهیر باید د نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان تر څار لاندې ترسره شي.»

ایران کې افغان کډوال، صفر بارز هم وايي:  «موږ له دې چې دا بهیر «داوطلبانه» وي تېر شو، خو که دا بهیر د شخصي حریم درناوي او یا لږ تر لږه په یو څه دروند ډول ترسره شي، نو کډوال به هم کومه ګیله و نه لري.»

له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته راستنیدو دغه هوکړه په داسې مطرح شوې ده چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او له هغوی سره د ناوړه چلند پېښې زیاتې شوې دي.

عنایت الکوزی، چې یو افغان کډوال و ویل: «ګاونډي هېوادونه باید د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، د یوه ټاکلي مېکانیزم له مخې، د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ او د افغانستان له اوسني حکومت سره په همغږۍ عمل وکړي.»

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې پر۱۱مه ویلي وو، چې هېواد یې نور افغان کډوال نه شي منلای او د ناقانونه کډوالو اېستل د دغه هېواد یو لومړیتوب دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه