د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې سرپرست حکومت ته په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د سپارلو او په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانیستلو په اړه خبرې روانې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې دغه دوه مسایل کابل ته له راغلي امریکايي پلاوي سره شریک شوي او سرپرست حکومت په دې برخه کې د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.
د اسلامي امارت ویاند العربیه ته ویلي:«په امریکا کې د افغان سفارت د سپارلو په اړه خبرې روانې دي. دا د خبرو او هوکړې پیل دی. لکه څنګه چې خبر یاست، کابل ته راغلی پلاوی له ځینو مسایلو سره امریکا ته ستون شو. و به لیدل شي، چې د امریکا راتلونکي اقدامات به څه وي.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې سرپرست حکومت له امریکا سره د جګړې او دښمنۍ فصل تړلی او له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه له امریکا غواړي، چې په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ د باور او اړیکو فضا رامنځته کړي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې:«موږ په کابل کې د امریکا له سفارته هم غواړو، چې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او تفاهم رامنځ ته شي او هغوی د ډیپلوماسۍ له لارې د باور وړ همکارۍ ته ورسېږي، چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی د دوحې د هوکړې په اړه طلوعنیوز ته وویل:«د دوحې تړون نیمایي عملي شوی، خو نیمایي نور یې، چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دي، تر اوسه نهدی پلی شوی. باید پر دې بهیر کار وشي. زما په نظر، په هغه صورت کې به موږ ته اسانه شي، چې له امریکا او نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړو.»
که څه هم په امریکا کې د ډانلډ ټرمپ د حکومت له واکمنېدو سره، د افغانستان د سرپرست حکومت په اړه د دغه هېواد تګلاره روښانه نهوه؛ خو کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر او د اسلامي امارت له زندانه د یو امریکايي وګړي له خلاصون سره ظاهراً د کابل او واشنګټن په اړیکو کې یو نوی باب د پرانیستل کېدو په حال کې دی.
په دې اړه مو اندونه