په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې له نشهیي توکو سره د مبارزې، د خصوصي سکتور په پیاوړتیا او د بانکي ستونزو په حل کې د ملګرو ملتونو پر هڅو ټینګار کړی دی.
د یوناما رییسې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وروستۍ وینا، د امنیت شورا له خوا د یوناما د ماموریت د غځولو، نیویارک او ویانا ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
امیرخان متقي هم په بېلابېلو موضوعاتو د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ او وې ویل، چې د اسلامي امارت د نظر په رعایت سره به، هغوی له ملګرو ملتونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«له نشهيي توکو سره د مبارزې، خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د بانکولۍ د ستونزو د هوارۍ په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو هم رڼا واچوله. دغه راز په دغې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعګانو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ روښانه کړ.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي، چې ملګري ملتونه باید د هېوادوالو د ستونزو د هواري او له نورو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره هم کار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې ملګري ملتونه رښتینی چلند وکړي، زه باور لرم، چې لومړی کولی شي د افغانستان خلکو ته سترې مرستې جذب کړي، او ورسره نړۍوالې ټولنې ته حقیقتونه ورسوي، چې بدبختانه تراوسه یې دا کار نهدی کړی.»
د سیاسي چارو بل شنونکي احمدخان اندړ هم وویل:«د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، وینو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشر حقونو شورا د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت له پامه غورځولی او له پروپاګندې کار اخلي، چې د ملګرو ملتونو دا ډول سیاست د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل پر وړاندې خنډ ګرځېدلی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې امنیت شورا تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما ماموريت د ۲۰۲۶ زېږديز کال د مارچ تر ١٧ نېټې پورې وغځاوه.
په دې اړه مو اندونه