د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې له زده کړو او تحصیله د نجونو محرومیت ستره بې عدالتي بللې او زیاته کړې یې ده چې، دغه چاره به راتلونکې نسلونه هم اغېزمن کړي.
د ښوونیز کال له پیل څخه شپږ ورځې تیرې شوې، خو تر اوسه د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبر نشته.
د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه له غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وايي، په افغانستان کې د نجونو ښوونیز او تحصیلي محرومیت ستر ظلم دی او پر نسلونو به اغېز وکړي.
یاد بنسټ په اکس کې لیکلي چې د نجونو ځای ښوونځی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په دې اړه وايي: په پرله پسې توګه د دریم کال لپاره په افغانستان کې نجونې د زدکړو له حقه بې برخې دي او په دغه هیواد کې ښوونځي د دوی له شتون پرته پرانستل شوي دي.
د پوهنتون استاد، حکمت میرزاده په دې اړه وايي: "په پام کې نیولو سره چې زدهکړه د ټولنې د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، یو طبیعي انساني او اسلامي حق دی، د هر هېواد واکمن نظامونه مسؤولیت لري چې د خپلې پالیسۍ له مخې د ټولنې ټولو وګړو، په شمول د ښځو او نجونو، لپاره د زدهکړې مناسب شرایط او زمینې برابرې کړي."
یو شمېر نجونو زده کوونکو یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې زده کړو ته یې پام وکړي او اجازه دې ورکړي چې نجونې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
زده کوونکې، شیلا په دې اړه وايي: "څلور کاله کېږي چې ښوونځي بند دي او د ټولو افغان نجونو راتلونکی ناڅرګند دی. زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې د ښوونځیو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي."
بل لور ته د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې یو ځل بیا ټینګار کوي چې باید د ټولنې د پرمختګ او کورنیو د اقتصادي ودې لپاره د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.
د ښځو د حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش بیا وايي: "کله چې د ټولنې د نیمایي برخې راتلونکی ناڅرګند وي، نو پوهېږو چې دا به څه ډول پایلې ولري. دا وضعیت پر روحیه او روان، پر کورنیو او پر ټولنه اغېز کوي، او پایله کې هم ښځې او نجونې او هم ټولنه زیان ویني."
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو یا یوناما د نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر دوام ناخوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې بشري حقونه، بشري مرستې او اقتصادي کړکېچونه پېچلي کوي.
په دې اړه مو اندونه