د پلازمېنې ځینو اوسېدونکو د اختر دویمه ورځ په تفریحي ځایونو کې ولمانځله؛ خو د کابل ځینې نور اوسېدونکي له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي، چې د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید د اختر په ورځو کې هم کار وکړي.
یو له دغو کابل مېشتو مقبول شاه، چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې پيدا کوونکی دی، د کابل د سړکونو پر غاړه بوټونه رنګوي. دی وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی، چې د اختر په ورځو کې هم خپل کار ته دوام ورکړي.
مقبول شاه طلوعنیوز ته وویل:«اقتصادي ستونزې لرو، ونهتوانېدو چې وچه مېوه او ځينې نور شیان چې په کور کې د مېلمه لپاره ورته اړتیا ده پوره کړو، د ماشومانو د جامو لپاره، دا چې د کور کرایه هم را باندې ده، نو ځکه د کار کولو لپاره راغلی یم، نن او پرون چې د اختر ورځې دي راغلی وم.»
بلخوا بیا د کابل ځينو نورو اوسېدونکو د اختر دا ورځ تفریحي ځایونو ته په تللو او له کورنیو او دوستانو سره په لیدو کاتو سره تېره کړه.
د کابل اوسېدونکی قیس وايي:«یو ډېر ښه اختر دی، فضا امنه ده او امنیت هم ټينګ دی او خلک د اختر دویمه ورځ هم په خوشحالۍ سره تېروي.»
د کابل اوسېدونکي فیصل هم وویل:«نن د اختر دویمه ورځ ده او د تفریح لپاره پارک ته راغلي یو، او لورکۍ مې راحیله هم د چکر لپاره راسره راغلې ده.»
په داسې حال کې چې ځينې هېوادوال د اختر له رخصتیو خوند اخلي؛ خو ځینې نور لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
په دې اړه مو اندونه