Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې ۶۰۰ روږدو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده

د کندهار د روږدو د درملنې مرکز مسوولین وایي، ۶۰۰ روږدو کسانو ته یې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دوی په خبره، دغه روزنيز پروګرام د اسلامي امارت  مشر په حکم پلي کیږي چې موخه یې له نشه يې رغېدونکو ته د کاري زمينو برابرول دي.

دغه مرکز کې دا مهال د ۱۵۰۰ روږدو درملنه کیږي، چې ۶۰۰ یې د برښنایي توکو او موټرسایکل جوړولو ترڅنګ د خياطۍ او نلدوانۍ په برخو کې مسلکي زده کړې کوي.

د کندهار د روږدو درملنې مرکز مسوول، عبدالشکور شکېب و ویل: « دغه مرکز د شیخ صاحب امیرالمومنین له لوري تعین شوی اودلته دوی ته د روغتیا او خوراکي توکو خدمتونه هم وړاندې کیږي.» 

د کندهار د روږدو درملنې مرکز د حرفوي زده کړو مدیر، فیض الله و ویل: «کوچني وسایل هم ورکوو چې پرې کار وکړي چې په وسیله یې خپلو کورنیو ته حلاله روزي پیدا کړي او د تل لپاره له نشو ډډه وکړي.»

۲۲ کلن عتيق الله چې پخوا به یې له خپلو ورونو سره په ګډه د خیاطۍ له لارې د کورنۍ لګښتونه پوره کول،  خياطۍ کوله یوځل بیا په دغه ټولګې کې د روښانه راتلونکې لپاره له نورو روږدو سره د جامو ګنډلو ماشين څرخ تاووي.

عتيق الله و ویل: «دومره بدلون یې راوست چې یو خو له مور او پلاو جلا یو او دلته پراته یو بل دا چې سم کار مې کوو، خو بس د ملګرو له لاسه دې ځای ته را ورسیدم، د ښو ملګرو ښه ګټه وي او د بدو بده.»  

د روږدو دغه مرکز کې بیا ۳۲ کلن رحيم الله خپلو نورو ملګرو ته د موټرسایکل جوړولو کسب ور زده کوي. نوموړی وایي، په ټولنه کې د نشه یې توکو پټې مافيایي ډلې د خپل کاروبار لپاره بېکاره ځوانانو ته ان په وړیا ډول نشه یې توکي ورکوي.

رحيم الله په دې اړه زیاتوي: «دوی په لومړي ځل موږ ته دا نشه یي توکي وړیا راکوي، کله چې موږ پرې روږدي شو نو بیا یې پر موږ پلوري.»

تر درملنې لاندې روږدي، عزت الله و ویل: «زه کولای شم چې بهر لاړ شم او د خپلو امکاناتو په کار اخیستو خپلې کورنۍ ته حلال رزق برابر کړم.»  

روغتيا پالان وایي، له ذهني نا اراميو او يوازيتوب له احساسه د خلاصون لپاره روږدو ته د کسب زده کړې خورا اغېزمنې دي.

روغتیاپال، حبيب الرحمان و ویل: «نشه یي توکي پر ذهني او په عمومي توګه د انسان پر فزیکي وضعیت ډېر بد اغېز کوي، د وخت په تېرېدو هډوکو او د بدن ټولو غړو ته زیان اړوي.»

د کندهار د روږدو درملنې مرکز مسوولينو د مالوماتو لمخې، په کلني ډول دغه مرکز کې نږدې دوه زره کسانو ته د روږدو درملنې ترڅنګ د کسب زده کړې او د کاروبار اړوند توکي هم ورکول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه