Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوست کې یو کس د افغانستان له خپلواکۍ بېرته اخیستو شاوخوا ۳۰ کاله مشر دی

د عقل نذیر په نوم دغه عمر خوړلی کس د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د اوبوخېلو سيمې اوسېدونکی دی، چې خپل عمر ۱۴۰ کاله يادوي.

نوموړي ته که څه هم د ژوند ډېرې پېښې په ياد نه دي پاتې خو وايي د غازي امان اللّٰه خان د واکمنۍ پر مهال له انګريزانو د خپلواکۍ اخيستو په غونډه کې یې ګډون درلود چې هغه مهال يې عمر له دېرشو کلونو پورته وو.

د عقل نذیر دا مهال د لمسيو لمسيان شته او د کورنۍ د غړو شمېر يې سلو ته رسيږي.

د خوست اوسېدونکی، عقل نذير وايي: «د غازي امان اللّٰه خان سره ارګ کې په غونډه کې وم هغه مهال مې عمر له دېرشو کلونو پورته وو او دا خبرې يې راته ياد چې ويل يې انګريزان وتښتېدل او په ګونډو شول، ټول خلک خوشاله و او شکر يې ادا کړ چې غازي امان اللّٰه خان انګريزان پسې واخيستل. ارګ ته ډير مشران راسره تللي و خو هغوی ټول اوس مړه دي.»

د عقل نذير لمسی خیال وزیر وايي: «زما عمر پنځوس کاله دی، دا زما نيکه دی زه يې لمسی يم او دا بيا زما لمسۍ ده له دې يوه مشره او يوه کشره لمسۍ بله هم لرم.»

د عقل نذير کورنۍ غوښتنه لري چې د نوموړي عمر دې د اسنادو له مخې ثابت کړای شي.

خیال نذیر د پوښتنې په ځواب کې و ویل: «زما د پلار عمر شاوخوا ۱۴۰ کاله دی او زه بيا اويا کلن يم له ما دوه خويندې مشرې هم شته.»

د عقل نظير لمسی، عبدالحکيم صبری وايي: «له دولت څخه غوښتنه کوم چې زموږ د نيکه عمر د پېژندپاڼې او يا نورو اسنادو له مخې ثابت کړي چې د ۱۴۰ کلونو دی او بيا ترې غوښتنه کوو چې د دۀ عمر د نړيوالو ريکارډونو د ثبت يا د ګينس په کتاب کې وليکي ځکه په نړۍ کې د ډير عمر لرونکی شخص دی.»

خو د خوست د والي وياند وايي ددغه کس د عمر ثابتولو لپاره به يو تخنيکي پلاوی سيمې ته وليږي او که عمر يې ۱۴۰ کلن ثابت شي د روغتيا تر څنګ به يې هڅه وکړي د نړۍ د ريکارډونو د ثبت کتاب ته يې نوم ورسوي.

د خوست د والي وياند، مستغفر ګربز هم وايي: «موږ غواړو چې د نفوسو د ثبت رياست په چوکاټ کې يو تخنيکي ټيم ساحې ته وروليږو تر څو د دې سپين ږيري بابا عمر چې ګومان کېږي ۱۴۰ کلن دی ثابت کړي، که چېرې د اسنادو او يا هم د ياد ټيم د ارزونې له مخې ۱۴۰ کلن ثابت شي موږ به هڅه وکړو چې د نوموړي نوم د زيات عمر لرونکي کس په توګه د نړۍ د ريکارډونو د ثبت کتاب ته ورسوو.»

که ثابته شي چې د دغه کس اصلي عمر ۱۴۰ کاله دی نو د نوموړي نوم بايد د افغانستان له نوم سره يو ځای د نړۍوالو ريکارډونو د ثبت په کتاب کې د زيات عمر لرونکي ژوندي کس په توګه وليکل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه