Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې څه باندې ۶۵۰ زره معلولین او معیوبین ثبت شوي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په تېرو درې نیمو کلونو کې څه باندې ۶۵۳ زره او ۲۰۰ کونډې، یتیمان او معلولین ثبت کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې وایي، دغه موده کې یې له یادو ثبت شویو کسانو سره شاوخوا دولس نیم میلیارده افغانۍ مرستې کړې دي. 

عبدالحکیم حقاني و ویل: «د اسلامي امارت تر بشپړې فتحې وروسته، په تېرو درې نیمو کلونو کې، موږ ۶۵۳ زره او ۲۶۵ کسان ثبت کړي چې پکې کونډې، یتیمان او معلولین شامل دي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دغه چارواکی وایي، له ټولو اړمنو کورنیو سره په یو ډول مرستې کیږي او دغه راز یتیمانو او معلولینو ته د زده کړو او کار زمینې هم برابرې شوې دي.

عبدالحکیم حقاني زیاتوي، چې د هرې اړمنې کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ ورکول کیږي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال و ویل: « موږ دوی ته دخوراکي توکو او جامو توزیع لرو او ورسره په څنګ کې موږ په سلګونو یتیمو او معلولو ماشومانو ته زده کړې ورکړې دي او بیا یې خپلو مسلکونو ته مخه کړې ده.»

ښاغلی حقانی ټینګار کوي چې د دوی یوازینۍ ستره ستونزه د بودیجې کمښت دی.

هغه و ویل: «یوازینۍ بنسټیزه ستونزه مو د بودیجې کمښت ده، نور موږ د دوی په کارونو کې هیڅ خنډ نه لرو او نه موږ ته کومه ستونزه شته.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستیال په خبره، ځینو مرستندویه بنسټونو هم له یتیمانو او معلولینو ملاتړ کړی او له څه باندې ۱۳۰ زرو کسانو سره یې د خوراکي توکو، استوګنځایونو او کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې مرستې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه