Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په ورځو کې څه باندې ۵۰ زره تنو د ګل غنډۍ له تفریح‌ځایه لیدنه کړې

د چاریکار ښاروالۍ ویلي، چې د تېر کال پرتله پر ارغوان پوښلې د ګل غنډۍ له تفریح‌ځایه د لیدونکو شمېر زیاتوالی موندلی دی.

د چارواکو په وینا، د اختر په ورځو کې، له ټول هېواده څه باندې ۵۰ زره تنو له دغه تفریح‌ځایه لیدنه کړې ده.

د چاریکار ښاروال راز محمد یاسر په دې هکله وايي:«موږ داسې طرحې لرو، چې ان‌شاءالله په راتلونکو کلونو کې د ګل‌غنډۍ د ښکلا لپاره کار وکړو، هلته زینتي ونې وکرو، د روغتیایي خدمتونو، کانټینونو او د ماشومانو د لوبو وسایلو اسانتیاوې برابرې کړو.»

لیدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې هغوی ته په دغه تفریح‌ځای کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل اوسېدونکی علي افضلي طلوع‌نیوز ته وايي:«له بده مرغه موږ دلته نه د روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې وینو، نه تشنابونه، او نه هم د کثافاتو لپاره ځانګړي سطلونه. د دې اسانتیاوو نشتوالی د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي.»

د کابل اوسېدونکي ذاکر افضلي هم وویل:«دا ښکلې فضا ارزښت لري. موږ له ډېر لېرې ځایونو دلته راغلي یو.»

د کورنیو سیلانیانو د شمېر زیاتوالي په دغه ولایت کې د کاروبار پر بازار مثبت اغېز لرلی دی. سیمه‌ییز خواړه او په ځانګړې توګه د کباب د پلور بازار غوړېدلی دی.

د واټ غاړې پلورونکی همایون په دې هکله وايي:«بازارونو کې ګڼه ګوڼه ده او ټول په دې تفریح‌ځای کې خواړه خوري، او د خلکو کاروبار ښه روان دی.»

د یادونې ده، چې د پسرلي موسم پرمهال پر ارغوان پوښلې ګل غونډۍ ته د ورتلونکو کورنیو سیلانیانو شمېر له زیاتېدو سره له دغې لارې ښه عواید هم ترلاسه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه