Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خپلونو حقونو ترلاسه کولو په موخه د متقاعدینو د لاریونونو دوام

ځینې متقاعدین د خپلو د حقونو د نه ورکړې له امله د لاریونونو په دوام یو ځل بیا کابل کې سره راټول شوي دي.

دوی وايي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اسلامي امارت یې باید د تقاعدۍ حقوق ورکړي.

که څه هم دوی هره ورځ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته راټولیږي خو اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

متقاعده، حمېرا وایي: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ حقوق راکړي. څلور کاله کیږي چې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوو. دا پیسې زموږ د معاش برخه ده او زموږ حق دی.»

بل متقاعد، غلام ایشان و ویل: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره زموږ معاشونه راکړي. د کال له پیل راهیسې دا ژمنه شوې وه چې د وري میاشتې په دویمه به کار پیل شي خو اوس د وري ۱۶مه ده او هیڅ اقدام نه دی شوی. دا یو نړۍوال اصل دی چې متقاعدینو ته باید حقوق ورکړل شي.»

متقاعد، محمد عارف و ویل: «زه شاوخوا ۷۰ کلن یم. د کابل له اصلي خلکو یم. په کرايي کور کې ژوند کوم. ۴۵ ورځې وړاندې مې کور ونړېد او ښځه مې هم د سرطان ناروغي لري. هیڅ مرستې نشته او نه مو کار شته او نه پیسې.»

اوس اسلامي امارت تازه د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې د وخت په تړاو څه نه‌ دي ویلي خو تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسلامي امارت مشر په یوه فرمان کې سترې محکمې ته امر کړی و، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره یوه حل لار ومومي او په تړاو ځانګړې محکمه جوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه