Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د ختیځ زون ټرمینل د څه باندې ۱۶۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي

د کابل د ختیخ زون د مسافر وړونکو ټرمینل د جوړولو چارې، د څه باندې ۱۶۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکارۍ پيل شوې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دغه ټرمنیل په اووه جریبه ځمکه کې جورېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین ټینګار کوي، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نه یوازې دا چې تېر کال یې پروژې له کورنیو عوایدو بشپړې کړي؛ بلکې له خصوصي سکټور سره په ګډه یې ځینې پروژې چې ارزښت یې ۳،۵ مېلیاردو افغانیو ته رسېږي، هم پیل کړې دي.

صدیق‌الله عابد وايي:«د عالي قدر امیرالمومنین د ځانګړي شفقت او حکم له مخې، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته تقریباً د ۲۲ زره جریبه په شاوخوا کې ځمکه په ټولو ولایتونو کې د ټرانسپورټي ټرمینلونو، تېرپارکونو او ټیلګېټونو لپاره ځانګړې کړې دي.»

د چارو ادارې رییس نورالحق انور هم څرګندوي:«څو لسیزې پرله‌پسې نه یوازې دا چې کار نه‌دی شوی؛ بلکې د تخریب مسئله وه، د ورانۍ مسئله وه، نور ډېر دي؛ خو دلته د لومړیتوبونو خبره ده او د لومړیتوب له مخې دا هڅه روانه ده، چې رسېدنه ورته وشي.»

قراردادي شرکت وایي، د کابل د ختیځ ټرانسپورتي زون د ټرمینل جوړېدو چارې به د ۱۶۲ مېلیونه افغانیو په لګښت په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د قراردادي شرکت استازی شاهدالله هاند وویل:«د کابل ولایت ختیځ لور ته د مسافر وړونکو ټرمنیل به ۷٫۳ جریبه ځمکه کې په اتلسو میاشتو کې، د ۱۶۲ مېلیونه او ۷۸۸ زره او ۶۴۵ افغانیو په ارزښت ورغول شي.»

د کابل والي امین‌الله عبید هم وايي:«کابل ولایت ژمن دی، چې ان‌شاالله په دغه ولایت کې د پروژو په تطبیق کې به نه‌سټري کېدونکې همکاري کوي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل د ختیځ زون د ټرمینل د جوړېدو د چارو په بشپړېدو سره به، د کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د اوسېدونکو د تګ ‌راتګ ستونزې هوارې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه