اقتصاد وزارت د امریکا د کانګرس له لوري له افغانستان سره د مرستو څرنګوالي په اړه تصویب شوې لایحه پر اسلامي امارت د فشار وسیله بولي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې« اوسنيو چارواکو ته د مالیاتو د پیسو د رسیدو د مخنیوي» تر سرلیک لاندې یوه لایحه تصویب کړه او د لا زیاتو غور لپاره یې د استازو جرګې ته استولې ده.
د دغې کمېټې مشر، برایان مسټ د دې لایحې د موخې په څرګندولو سره وویل چې دا اقدام د دې لپاره دی چې ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو هېڅ ډالر د افغانستان اسلامي امارت ته نه رسیږي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر
«دا لایحه له بهرنیو چارو وزارته غواړي چې یوه داسې سټراټیژي جوړه او پلي کړي څو بهرني هیوادونه او غیر دولتي سازمانونه د طالبانو د مالي او مادي ملاتړ مخه ونیسي. دا د متحده ایالتونو لپاره مهمه ده ځکه چې موږ هلته سفارت نه لرو او له طالبانو سره ډیپلوماڼیکې اړیکې نه لرو.»
د امریکا د استازو جرګې غړی، ټیم برچېټ په دې اړه داسې وايي: «د بهرنیو چارو وزارت باید ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی ته هیڅ مالي یا مادي مرسته نه رسیږي. موږ باید نه یوازې پر نړیوالو مرستو، بلکې د افغانستان پر بانکي نظام هم د طالبانو د اغېز روښانه درک ولرو.»
بل لور ته د اقتصاد وزارت بیا په دې اړه داسې نظر لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: د امریکا په کانګرس کې چې پر افغانستان د امریکا د مرستو د ځنډ کومه لایحه تصویب شوې چې پر اسلامي امارت فشار راوړي، دا یو سیاسي چلند دی. اسلامي امارت د امریکا له مرستو ګټه نه ده اخیستې او د مرستو په بهیر کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
د امریکا د مرستو د بندېدو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او ادارې معین وایي چې په سیاسي شرایطو پورې له افغانستان سره د بشري مرستې مشروط کول د حیرانتیا خبره ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان هم وايي: د دې اغېزې په مستقیم ډول زموږ پر ملت او حکومت دي، ځکه دغه کوم ډالر چې راتلل، دغو زموږ پر اقتصاد، سوداګرۍ او اوسني وضعیت په مستقیم ډول اغېز درلود. له دې سره څه نا څه زموږ اقتصاد په پښو درول شوی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون تایید کړه چې په افغانستان او یمن کې یې د خوړو له نړیوال پروګرام سره مرستې ځنډولې دي.
د دغه وزارت د ویاند په وینا، د دې اقدام لامل دا دی چې ښایي دغه مرستې د اسلامي امارت په ګټه وکارول شي.
په دې اړه مو اندونه