Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د برښنا کوچني بندونه؛ خلک د حکومت همکاري غواړي

د هلمند د برښنا حوزوي ریاست وايي، دغه ولایت کې د برښنا کوچنیو بندونو جوړولو له لارې له لس میګاواټه زیاته برښنا تولیدولای شي.
 
یو له دغو کوچنیو بندونو د لښکرګاه ښار اړوند فصل باباجي سيمه کې د سیمې د خلکو له لوري جوړ شوی چې پنځه کورنۍ په ۲۴ ساعته توګه ترې ګټنه کوي.

د برښنا د کوچني بند مسوول، اسدالله وایي: «موږ پنځو کورونو په ګډه دغه توربين جوړ کړی، چې هرې کورنۍ پنځوس زره افغانۍ اچولې دي. دغه کوچنی بند دی او که دولت په دې برخه کې پانګونه وکړي، نو زياته ګټه هم تر ترلاسه کولای شي او هم یې خلکو ته رسولای شي.»

د هلمند د بغرا پر نهر ورته نور د برښنا کوچني توربینونه هم لګول شوي خو یو یې هم معیاري نه دی. 

د  دغه ولایت اوسېدونکي وایي، که د برښنا کوچني بندونه په معیاري ډول جوړ شي نو خلک به له زیاتو اسانتیاو برخمن شي.

د هلمند اوسېدونکي، حيات الله و ویل: «که چېرې دلته د اوبو بندونه جوړ شي شاوخوا دوه سوه کورونه ترې ګټه اخیستلای شي، خلک به ډېر هوسا شي.»

د هلمند بل اوسېدونکي، سيد محمد و ویل: «دولت دې د برښنا د کوچنیو بندونو يا هم هغه بندونه، چې اوس له کاره لوېدلي دي ورغوي او په دې برخه کې دې پانګونه وکړي، ځکه خلک غريب دي او وس نه لري. په دې کار سره به اسانتیا زياته شي.»

د مسوولینو په خبره، د هلمند په بېلابېلو برخو کې پنځه وېشت ځایونه شته چې د برښنا کوچني بندونه پرې جوړېدلای شي او تر لس میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.
 
د هلمند برښنا حوزوي رياست د انرژۍ تنظيم امر، شېر احمد و ویل: «موږ د هلمند د ټولو هغو سيمو سروې کړې، چې د برښنا کوچني توربينونه پرې جوړېدلای شي، خو په هغه صورت کې به موږ زياته ګټه کړې وای، چې خصوصي سکټور د برښنا د توليد په برخه کې پانګونه وکړي، موږ به ورته زياتې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د هلمند د برښنا شرکت مسوولين دغه راز ډاډ ورکوي چې دغه ولایت کې د انرژۍ تولید په برخه کې به پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه