د کابل او اسلاماباد د اړیکو له ترینګلتیاو سره سم، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، ترهګري د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر وړاندې اصلي خنډ دی.
شفقت علي خان وایي، د اړیکو د ښه کېدو هڅې روانې دي خو په خبره یې، امنیتي ستونزې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون لاهم د یوې اساسي ستونزې په توګه پر خپل ځای پاتې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي: «موږ تل ویلي چې له افغانستان سره زموږ اړیکې د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري. موږ دوه ګاونډیان یو چې ګډ تاریخ، کلتور او ژبه لرو. د اړیکو د ښه کېدو لپاره زموږ هڅې دوام لري، خو اصلي ستونزه په امنیتي وضعیت او هغو پټنځایونو پورې تړلې ده چې ترهګر ترې ګټه پورته کوي. کابل ته د ځانګړي استازي وروستی سفر ډېر بریالی و.»
تر دې وړاندې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي و چې ټي ټي پي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو اصلي خنډ دی او ټینګار یې کړی و، چې دا ستونزه باید حل شي.
هغه خبرداری ورکړی و، چې که دا مسله حل نه شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به ټولې شوې هوکړې لغوه شي.
د سیاسي چارو شنونکی، ګل محمدالدین محمدي و ویل: «دا دوه ګاونډي هېوادونه دي، باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د فرضي کرښې دواړو غاړو خلکو ته نورې ستونزې جوړې نه کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکي، ذکي الله محمدي و ویل: «ټي ټي پي افغاني پدیده نه ده، بلکې له پاکستانه یې سرچینه اخیستې. د پاکستان حکومت باید د خپل ولس غوښتنې ومني، ځکه د پاکستان خلک داسې نظام غواړي چې د اسلامي شریعت مطابق وي.»
د پاکستاني چارواکو له لوري له افغان خاروې د پاکستان پر وړاندې د ګټنې د بیا بیا ادعاو سربېره، د افغان کډوالو جبري ایستلو د کابل او اسلام اباد اړېکې خړې پړې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه