Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان په تېرو ۱۱ ورځو کې ۴۰ زره افغانان را ایستلي دي

پاکستان په تېرو یوولسو ورځو کې ٤٠ زره افغان کډوال په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړولي دي.

د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولان وایي، پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او دوی تازه راستنو شویو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په دې هکله وايي:«په تېرو یوولسو ورځو کې تقریباً ٧ زره کورنۍ راغلې دي، چې د ٤٠ زرو په شااوخوا کې افراد لري، چې په دې کې اسناد لرونکي او غیر اسناد لرونکي، ډیپورټ کورنۍ او ډیپورټیان هم شته دي.»

ورته مهال، له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي وایي، چې پاکستاني پولیسو د ناسم چلند سربېره په لارو کې په بېلابېلو پلمو په زور پیسې هم اخیستې دي.

٥٨ کلن داد محمد د کونړ ولایت اصلي اوسېدونکی دی، چې شااوخوا ٤٥ کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی و وایي، له اوږدو کلونو کار او روزګار وروسته پاکستان د کډوالۍ اصولو خلاف تش لاس په جبري ډول خپل هېواد ته را اړولی.

داد محمد طلوع‌نیوز ته وویل:«په ښه وضعیت کې نه‌یو را وتلي، ناڅاپي را ووتلو، سامانونه رانه پاتې شول، مال رانه پاتې شو، موټرسایکل او ګاډی راسره وو هغه رانه پاتې شول، ماشومان مو ګاډي ته را وخېژول او را بار شولو.»

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي ثناءالله هم وویل:«درې ورځې یې وخت راکړ، چې درې ورځو کې دننه دننه را ووځئ، په درې ورځو کې هېڅ نه‌کېدل، نه د وسایلو د خرڅون، نه د ګاډي سمبالول ټول سامان رانه پاتې شو.»

ورته مهال په جبري توګه را ایستل شوي وایي، له یوه لوري ترې پاکستاني پولیسو په لارو کې په بېلابېلو پلمو پیسې اخېستي او له بل لوري پاکستاني موټر چلوونکو د دوی له مجبوریته په ناسمې استفادې لوړې کرایې اخیستې، چې دې چارې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوی محمد ذیشان وايي:«یوه دفعه یې ونیولم شل زره کلدارې یې رانه واخیستې، درې ورځې وروسته یې، چې خوشې کړم لاړم کور ته، د کور سرپرست وم تلم بازار ته سودا پسې، بیا یې ونیولم بیا یې رانه شل زره کلدارې واخیستې.»

له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوی بختیار هم څرګندوي:«نور مجبور شولو په تنګ یې کړو، ډېر سخت ظلم یې وکړ، چې کله تورخم ته راغلو چې د تورخم ظلم مو وکتلو په هغه ظلم مو شکر وویست، ملېشو والا به بېل راته ویل، چې شل زره کلدارې راکړئ دیرش زره راکړئ چې موږ درته فورمه جوړه کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ننګرهار او کونړ ته د خپل سفر پر مهال له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه