Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره ‎هڅې

د کار له نشتوالي د روزمزد کارګرانو د شکایتونو له زیاتوالي سره هم‌مهاله، د کار او ټولینزو چارو وزارت اعلان کړی، چې قطر ته د افغان کډوالو د استولو لپاره لومړنۍ هوکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، هڅې روانې دي، چې د وړاندیز شوې مسودې له وروستي تایید وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلی ابراهیمي زیاتوي:«یو لومړنی تفاهم ترلاسه شوی او هڅه دا ده، چې د دغې هوکړې پر هغې مسودې، چې کار شوی د هغې له تاییدۍ وروسته یوې کلي او وروستۍ هوکړې ته ورسېږو، چې د هغه پر مټ به په راتلونکي کې، په قانوني توګه په قطر هېواد کې افغان کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.»

 د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په حقیقت کې، افغان کاري ځواک د نورو هېوادونو پرتله د لږ مزد په بدل کې کار کوي، چې دا چاره کولای شي د اسلامي امارت لپاره یوه تشویقي وسیله وي. ځکه څومره چې د کار ځواک لګښت کم وي، د تولیداتو یا خدماتو ټولیز لګښت هم راټیټېږي، او په پایله کې د کار بهیر اسانه مدیریت کېدای شي.»

ورته مهال، کابل کې ډېری کارګران، د کاري فرصتونو او بسندویه عاید نشتوالی په خپل ژوند کې یو تر ټولو ستره ننګونه ګڼي.

۴۷ کلن سبحان‌الله چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی، په دې هکله داسې وايي:«ټول خلک له سهاره تر ماښامه زما په څېر بې‌کاره دي. د یوې کوټې لپاره ځو، وایو د درې یا څلور سوه افغانیو لپاره له سهاره تر شپې یوه خونه هم نه‌خلاصوو.»

په تېرو درېیو کلونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څو ځله نورو هېوادونو، په تېره بیا متحده عربي اماراتو ته د کارګرانو د لېږلو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.

کارګر صفي‌الله د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت کولی شي خلکو ته د استخدام فرصتونه ورکړي او هغوی واستوي. که په بهر کې دا ممکن نه‌وي، لږ تر لږه په کابل او افغانستان کې د هغوی لپاره د کار زمینه برابر کړي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال څه باندې ۱۱۴ زرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي؛ د وزارت د معلوماتو له مخې دا هغه کسان دي، چې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې جذب شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي، هڅې روانې دي، چې د وړاندیز شوې مسودې له وروستي تایید وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي هوکړه لاسلیک شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه