Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران هڅه کوي، د درېیو کلونو په لړ کې افغانستان سره پوله په بشپړه توګه وتړي

د ایران نظامي چارواکي وايي ټاکل شوې ده، چې د راتلونکو درېیو کلونو په لړ کې، له افغانستان سره د دغه هېواد ټوله ۹۰۰ کیلومټره ګډه پوله، د پرمختللو تجهیزاتو او ځيرکې ټکنالوژۍ پر مټ وتړي او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.

د ایران د ځمکنيو ځواکونو قومندان امیر کیومرث حیدري ویلي، چې تر دې دمه له افغانستان سره د ګډې پولې ۵۵ کیلومتره برخه تړل شوې ده.

ښاغلي حیدري په دې هکله ویلي:«موږ د اسلامي جمهوري نظام د ساتنې لپاره هڅه کوو، چې د ټکنالوژۍ پر وروستي حد باندې ولاړ سرحدي بندیز رامنځته کړو. دا یوازې یو څلور متریزه دېوال نه‌دی؛ بلکې یو داسې دېوال دی، چې له پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سره سمبال شوی، څو وکولی شي په ځیرکه بڼه خنډونه رامنځته کړي.»

سره له دې، چې ایران تل له افغانستانه د نشه‌‌یي توکو د قاچاق او د افغان کډوالو د ناقانونه تګ راتګ په تړاو اندېښنه ښودلې؛ خو د سیاسي او نظامي چارو ځينې شنونکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې تړل کېدل ګټور نه‌‌دي.

 د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله وايي:«هېڅکله دېوالونه او خنډونه نه‌دي توانېدلي، چې حکومتونه خوندي وساتلي؛ بلکې له خلکو او ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې د تلپاتې امنیت تضمین دی.»

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغان ‌یار هم څرګندوي:«ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ نظر څرګندوي. د پولو بندول هغه مسئله ده چې په دوی پورې اړه لري؛ خو هیله لرم، چې د سرحدي نښتو لپاره یو حل پیدا شي، د کډوالۍ کړکېچ سیاسي نه‌کړي او پر حکومت ډېر فشار وارد نه‌کړي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د نیمروز والي له طلوع‌‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، د پولو ساتنه د هر هېواد مشروع حق دی؛ خو د نړۍوالو اصولو رعایت هم یو مهم امر دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه